اوچا د میلیونونو افغانانو د روغتیایي خدماتو له محرومېدو څخه خبرداری ورکړ

اړوند خبرونه:
د م.م د ښځو برخې مسئوله: افغانستان کې ښځې له جدي ناورین سره مخامخ دي
طالب چارواکی: هو، له یوې ښځې سره مې زنا کړي ده
افغانستان چې لا هم له بشري بحرانونو سره مخ دی، اوس له یوې نوې ستونزې سره مخامخ دی. د ملګرو ملتونو د بشردوستانه چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) په خپل راپور کې خبرداری ورکړی چې که یوازې ۲۵ سلنه بودیجه برابره شي، له ۹.۳ میلیونه کسانو څخه چې د روغتیایي خدماتو اړتیا لري، ۷ میلیونه به له دې خدماتو بې برخې شي.
اوچا په خپل راپور “بېپروايي بیه” کې چې د پنجشنبې په ورځ، د مارچ ۲۷مه خپور شو، زیاته کړې چې د بودیجې د کمښت له امله، تر ۲۰۲۵ کال پورې به له ۱۹۶۲ زیات روغتیایي مرکزونه په افغانستان کې وتړل شي، چې دا به هغو میلیونونو افغانانو ته جدي خطرونه پېښ کړي چې د دې خدماتو لپاره اړ دي.
په راپور کې راغلي چې په دې منځ کې به ۳.۱ میلیونه ماشومان چې عمر یې له پنځو کلونو ټیټ دی او ۱.۱ میلیونه امیندواره او شیدې ورکونکې میندې له درملنې او تغذیې څخه بې برخې شي. په ځانګړې توګه د تغذیې د کمښت او د ناروغیو د خپرېدو له امله به د ماشومانو او ښځو د مړینې خطر ډېر زیات شي.