افغان کډوال

اوچا: له افغان کډوالو سره د مرستو کچه باید پراخه شي

اړوند خبر: 

د ایران سني مذهب امام عبدالحمید: له افغان کډوالو سره د ایران چلند نه زغمونکی دی

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا په یوه پیغام کې ویلي، چې روان کال څه باندې ۱.۷ میلیونه افغان کډوال هېواد ته ستانه شوي دي.

پیغام کې راغلي چې، یاد شمېر کډوال له ایران او پاکستانه را ستانه شوي، چې یوازې یوه پر درېیمه برخه یې تېره جولای میاست کې له ایرانه ایستل شوي دي.

اوچا زیاته کړې، چې که څه هم کډوالو سره د بنسټونو مرستې روانې دي، خو پر پراخېدو یې ټینګار کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمېشنرۍ هم له پاکستان د افغان کډوالو د ایستلو پر تازه لړۍ پیل اندېښنه ښودلې ده.

یادې کمېشنرۍ له پاکستانه د افغانانو پر نه ستنولو ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې دا به د کډوالو منلو برخه کې د پاکستان د کړو ژمنو ماتول وي.

روان ۲۰۲۵ کال د افغان کډوال برخه کې تر ټولو سخت کال بلل شوی دی.

په دې کال هم له ګاونډیو هېوادونو په سلګونه زره ایستل شوي او هم په نړیواله ټولنه کې د منلو ستونزو سره مخ دي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button