نړیوال خبرونه

اوکراین ادعا کوي چې درې روسۍ جنګي جیټ راپرځولې

اوکراین ادعا کړې چې د روسیې یې درې جنګي جیټ الوتکې ویشتلې او راپرځولي دي

د اوکراین او روسیې جګړې اوږده شوې ده، خو روسیه داسې نیت لري چې دا جګړه تر هغو وغځوي تر څو چې د مسکو ګټې خوندي او د غرب زور په خپلو سرحدونو کې کمزوری کړي.

د اوکرایین هوايي ځواک اعلان کړی چې دری اېس يو -۳۴ جنګي الوتکې یې د خرسون په سیمه کې ویشتلې دي.

د اوکرایین ولسمشر ولودیمیر زېلینسکي د هغو پوځیانو ستاینه وکړه چې الوتکې یې ویشتلې او تائید یې کړه چې دا پېښه د خرسون په جګړه ځپلې سیمه کې شوې ده.

روسي چارواکو تر اوسه څه نه دي ویلي

مسکو د کېيف د دې ادعاوو په اړه لا څه نه دي ويلي خو بانفوذه روسي بلاګرانو د زيانونو راپور ورکړی دی.

د اوکرايين ولسمشر د شپې ناوخته وويل، “د الوتکو غورځېدل روسي پيلوټانو ته خبرداری دی چې که په اوکرايين کې پر موخو بريدونه وکړي، له دوی هېڅوک به له سزا خلاص نشي.”

نور ولولئ: له کاناډا زېلنسکي غوښتي چې تر بریا د اوکراین ترڅنګ ودرېږي

نور ولولئ: سوډان کې وروستي بریدونه؛ کېدای شي دغو بریدونو کې د اوکراین لاس وي

ښاغلي زېلنسکي دا هم وويل، چې د نېدرلنډز له لومړي وزير سره يې د اېف ۱۶ جنګي الوتکو د ترلاسه کولو او همدارنګه د اروپايي ټولنې د مرستو نوې کڅوړې په اړه خبرې کړې دي.

روسيې د الوتکو د نسکورېدو په اړه څه نه دي ويلي خو د روسيې يوه بلاګر فايټر بامبر د يو شمېر الوتکو د له منځه تلو خبر ورکړی چې ښايي امريکا کې د جوړو شويو توغنديو په واسطه په نښه شوې وي.

د الوتکې عمله ځینې وژل شوې او ځینې له سیمې تښتېدلي

بلاګر زياته کړې چې د الوتکې هغه عمله چې ژوند يې له لاسه ورکړی او هغه چې ژوندي پاتې دي د پېښې له ځايه ايستل شوي دي.

يوه بل بلاګر اويني اوسودېمېتل ويلي الوتکو شايد د دنیپرو سيند پر غاړه د اوکرايين پر پوځي هدفونو بريدونه کول.

اوکرايين د روسيې نيواکګرو ځواکونو پر وړاندې جګړه کې چې د ۲۰۲۲ کال فبرورۍ کې پیل شوې، د مهماتو له کمښت سره مخ دی.

اوکرايین د روسيې د تېري ضد عملیات د ژمي په پیل کې ودرول، دا په داسې حال کې ده چې امریکا کې جمهوري غوښتونکو اوکرایین ته د لا زیاتو مالي مرستو د ورکولو لیوالتیا نه ده ښودلې. امریکا تر دې دمه د اوکرایین تر ټولو لویه پوځي ملاتړې ده.

څه موده وړاندې د روسیې بهرنیو استخباراتو مشر خبر ورکړ چې امریکا به د ویتنام په څېر په اوکراین کې هم ماته خوري.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button