نړۍ خبرونه

اوکراین دا ځل د برېټانیا او فرانسې لرې واټن ویشتونکو توغندیو سره د روسیې خاوره هدف وګرځوله

اوکراین د هغه توغندیو په واسطه چې برېټانیا نوي ورکړي، د روسیې خاوره هدف وګرځوله

اوکراین د چهارشنبې په ورځ په روسیه کې دننه په هدفونو باندې د بریتانیا-فرانسوي Storm Shadow توغندیو برید په لومړي لومړی ځل کړی دی.

د روسي نظامي بلاګ او رویټرز په وینا، دا برید یوه ورځ وروسته له هغه چې اوکراین په روسیه کې د امریکا جوړ ATACMS توغندي توغولي و، شوی دی.

اوکراین له متحده ایالاتو څخه د روسیې پر خاوره د ویشتل شویو توغندیو کارول د یو چارواکي لخوا د محرمیت په شرط رویټرز ته تایید شوی.

روسیې او اوکراین تر اوسه څه نه دي ویلي

سرچینو ویلي، چې اوکراین د لومړي ځل لپاره د برېتانیا د لرې واټن ویشتونکو توغندیو سره د روسیې خاوره په نښه کړې ده. کییف او مسکو بیا په رسمي توګه دغه بریدونه تایید کړي نه دي.

دا په داسې حال کې ده، چې اوکراین تېره ورځ د امریکا د لرې واټن ویشتونکو توغندیو سره هم پر روسیې برید وکړ.

نور ولولئ: روسیې ویلي، امریکا د منځني ختیځ او اوکراین په شخړو کې مخامخ ونډه لري

نور ولولئ: مسکو طالبانو ته: “روسیه به د دوحې غونډه کې د طالبانو د ګډون شرطونه م.م ملتونو سره بحث کړي”

نور ولولئ: اروپايي پارلمان اوکراین ته د ۳۵ میلیارده یورو «پور» تصویب کړ

وال سټریټ ژورنال د چهارشنبې په ورځ لیکلي، چې لوېدیځو او اوکرایني سرچینو دا برید تایید کړی دی.

د رویټرز د راپور له مخې، دغه بریدونه چې د لومړي ځل لپاره د لوېدیځو توغندیو په واسطه شوي، په پیل کې د روسیې د جنګي خبریالانو له لارې په پراخه توګه په تلګرام کې راپور ورکړل شو، چې وروسته بیا د لوړپوړي روسي چارواکي له خوا د نوم د نه ښودلو په شرط تایید شو.

د اوکراین د ل

اخوا، د اوکراین د پوځ د لوی درستیز ویاند ویلي چې دا مهال په دې اړه معلومات نه لري.

مسکو تر دې وړاندې د روسیې په خاوره کې د لوېدیځو وسلو د کارولو خبرداری ورکړی و او دا یې د جګړو زیاتېدل بللی دی.

المان چې تر امریکا وروسته له اوکراین سره تر ټولو ډېرې مالي او پوځي مرستې کړي، تر اوسه دغه هېواد ته د لرې واټن ویشتونکو توغندي نه دي ورکړي.

اوکراین تر اوسه پورې د اوږد واټن امریکایي توغندیو د کارولو تایید یا انکار نه دی کړی. د سه شنبې په ورځ، د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي وویل: “اوکراین اوږد واټن وړتیاوې لري. اوکراین اوږد واټن بې پیلوټه الوتکې لري چې خپله یې تولید کړي دي. موږ اوس یو اوږد ‘نیپچون’ (اوکرایني کرویز توغندي) لرو او نه یوازې یو. او اوس موږ ATACMS لرو. او موږ به دا ټول وکاروو.”

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button