نړیوال خبرونه

اوکراین: “د روسیې «ماسکوا» په نوم جنګي بېړۍ مو ویجاړه کړې”

اوکراین وايي چې د روسیې دغه جنګي بېړۍ په توره بحیر کې د ډرون په بریدونو کې په نښه کړې ده

د مسکو او کېف جګړه چې په ۲۰۲۴ کال کې هم روانه ده، اوکراین په کې د روسیې پر وړاندې له ډرون بریدونو ډېر کار اخلي.

پرون ناوخته د اوکرایین استخبارات وايي په توره بحیره کې یې د روسیې یوه پوځي بېړۍ د سمندري ډرونونو په برید کې ویجاړه کړې ده.

دا بېړۍ کله په نښه شوې ده؟

د سرګیې کوتوف په نوم دا بېړۍ چې په ۲۰۲۱ کال کې یې فعالیت پیل کړی، ظاهرآ د سې شنبې سهار وختې په نښه شوې ده.

د اوکرایین د پوځي استخباراتو په وینا د تورې بحیري د سمندري ځواک دا بېړۍ له شا او دواړو څنګونو زیانمنه شوې ده.

مسکو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي، خو د روسي د جګړې ځینو ملاتړو بلوګرانو دا برید تایید کړی دی.

نور ولولئ: د روسیې او اوکراین جګړه؛ مسکو به د وسلو د کمښت له ستونزو سره مخامخ شي

نور ولولئ: پوتین: “که اوکراین ته لویدیځوال ځواکونه واستوي، د اټومي جګړې امکان ډېرېږي”

د اوکرایین یوه استخبارتي چارواکي ‘اندریې یوسوف’ رسنیو ته ویلي، چې په دغه برید کې د بېړۍ عمله او پکې نور سپاره کسان وژل شوي یا ټپيان دي.‌

russia1
ماسکوا کروز بېړۍ هغه انځورونه چې له ویشتلو وروسته د ډوبېدو په حال کې ده.

سرګیې کوتوف د روسیې سمندري ځواک د یوې پروژې له مخې د ګزمې لپاره له څلورو جوړو شویو بېړیو یوه ده.

پر سنېک ټاپو برید کې د یادې بېړۍ رول

د کیېف چارواکي وايي، دې بېړۍ له ‘ماسکوا کروزر’ سره په ګډه د ۲۰۲۲ کال فبرورۍ کې د روسیې د پراخ یرغل په لومړی ورځ پر سنېک ټاپو برید کې رول لوبولی و.

روسیې نږدې لس کاله وړاندې کریمیا ټاپو وزمه په ناقانونه توګه د خپلې خاوروې برخه وګرځوله.

اوکرایین په دې وروستیو کې د روسیې د تورې بحیرې د سمندري ځواک پر ډلګۍ، چې په دې ټاپو وزمه کې ځای پر ځای ده، پرله پسې ګوزارونه کوي.

اوکرایین وايي د سرګیې کوتوف بېړۍ پر جوړولو شاوخوا ۶۵ میلیونه ډالر لګښت شوی و او دا چې دغه بېړۍ د روسیې او کریمیا بېلونکي کېرچ تنګي ته نږدې په نښه شوې ده.

د یادونې وړ ده چې اوکراین له روسیې سره په روانه جګړه کې نېغ په نېغه د امریکا او غرب له لوري د مالي او نظامي مرستو پرمټ مخکې ځي، خو رویټرز خبري اژانس د خپلو سرچینو په حواله راپور ورکړی و چې مسکو بیا له ایران څخه بلاستیک توغندي پېرلي او روسیې ته یې په څلورو جوپو کې انتقال کړي دي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button