لوبې خبرونه

اى پي ايل:پنجاب له کلکتې او چيناى له بېنګلور سره لوبې لري

اى پي ايل:پنجاب له کلکتې او چيناى له بېنګلور سره لوبې لري د اى پي ايل کې نن دوه لوبې ترسره کېږي، چې په لومړۍ لوبه کې به کنګز اليون پنجاب د کلکته نايټ رايډرز او په دويمه لوبه کې به چيناى سوپر کنګز د رايل چېلنجرز بېنګلور لوبډلو سره لوبې ولري.

د IPL په ٢٤مه لوبه کې د کنګز اليون پنجاب او کلکته نايټ رايډرز لوبډلې د ابوظهبي په شېخ زېد کرکټ لوبغالي کې د افغانستان په وخت ٢:٣٠ بجې لوبه پيلوي.د کنګز اليون پنجاب لوبډلې تراوسه پورې تر ټولو زياتې ماتې خوړلې دي او تر ټولو وروسته پاتې لوبډله ده، پنجاب ٦ لوبې ترسره کړي او پنځه ماتې يې خوړلي دي، چې يوازې دوه نومرې لري.همدا راز کلکته نايټ رايډرز بيا پنځه لوبې ترسره کړې دي او ٣ برياوې يې خپلې کړې دي چې ٦ نومرې لري او په جدول کې ٦م مقام کې ده.

ځیني لوبو ته په کتلو سره کلکته نايټ رايډرز لوبډله په ښه فارم کې ده، خو د پنجاب لوبډلې بخت بيا ورسره ياري نه کوي. نن دا هم ډېر چانس شته چې پنجاب کريس ګيل ته په لوبه کې چانس ورکړي.کنګز اليون پنجاب: کى ايل راهول (لوبډلمشر)، کريس ګيل\ګلين ميکسويل، ماينک اګروال، پراب سمرن سينګ (ويکټ ساتونکى)، نيکولاس پوران، منديپ سينګ، مجيب الرحمان، روي بشنويي، محمد شامي، شيلډون کوټريل او ارشديپ سينګ.

کلکته نايټ رايډرز: راهول ټريپاټي، شوبمن ګيل، نيتيش رانا، ايون مورګن، انډري رسل، دينيش کارتيک (لوبډلمشر او ويکټ ساتونکى)، سنيل ناراين، پاټ کومنز، کمليش ناګارکوټي، شيوام ماوي، ورون چکرورتي.د اى پي ايل ٢٥مه لوبه د چيناى سوپر کنګز او رايل چېلنجرز بېنګلور لوبډلو ترمنځ د دوبۍ په نړيوال کرکټ لوبغالي کې د افغانستان په وخت ٦:٣٠ بجې پيلېږي.

رايل چېلنجرز بېنګلور تراوسه پورې پنځه لوبې ترسره کړې دي چې ٣ برياوې يې خپلې کړي او د ٦ نومرو سره پنځم مقام کې قرار لري، همدا راز چيناى سوپر کنګز بيا ٦ لوبې ترسره کړې دي چې ٤ ماتې يې خوړلي او په شپږم مقام کې ده.که وروستيو لوبو ته وګورو، نو د چيناى لوبډلې هم يو څه ځان ښکاره کړى دى، خو د رايل چېلنجرز بېنګلور لوبډله بيا ښه روانه ده او ښايي نن هم چيناى له ماتې سره مخ کړي.

چيناى سوپر کنګز: شين واټسن، فاف ډوپليسي، امباتي رايډو، کيدار جادو، مهيندرا سينګ دهوني (لوبډلمشر او ويکټ ساتونکى)، رويندرا جډيجا، ډواين براو، سام کران، شردل ټاکر، ديپک چاهار او کرن شرماپيوش چاوله.همدارنګه دغه پلیرانو کې ځینې پلیران بیا ډېر ښه پرفامنس شو کړ.

اى پي ايل:پنجاب له کلکتې او چيناى له بېنګلور سره لوبې لري
اى پي ايل:پنجاب له کلکتې او چيناى له بېنګلور سره لوبې لري

رايل چېلنجرز بېنګلور: ديودت پاډيکال، ارون فنچ، ويراټ کوهلي (لوبډلمشر)، اې بي ډيويليرز (ويکټ ساتونکى)، معين علي، واشينګټن سندر، شيوام ډوبى، کريس موريس، نوديپ سېني، محمد سراج او يوژيندرا چاهل.اي پي ایل لا هم روانه ده او څو ورځو کې به پای ته ورسیږي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button