لوبې خبرونه

اى پي ايل: دکلکتې ټیم د چيناى ټیم څخه د ۱۰ رنزونو په توپیر لوبه څنګه وګټله

اى پي ايل: دکلکتې ټیم د چيناى څخه لوبه وګټله د کلکته نايټ رايډرز ټبم د ټاکل شوي ١٦٨ منډو هدف څخه په بريالي توګه دفاع وکړه او د چيناى لوبډلې نه يې د ١٠ منډو په توپير لوبه وګټله.

د اى پي ايل ٢١مه لوبه د کلکته نايټ رايډرز او چيناى سوپر کنګز لوبډلو ترمنځ د ابوظهبي په شېخ زېد کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه.د لوبې په پيل کې پچه کلکته نايټ رايډرز لوبډلې وګټله او لومړى يې توپوهنه غوره کړه.د کلکته نايټ رايډرز لوبډلې په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ١٦٧ منډې وکړې، چې راهول ټريپاټي د ٣ شپږيزو او ٨ څلوريزو په مټ په ٥١ توپونو ٨١ منډې ترلاسه کړې، خو له هغه پرته بل کوم توپوهونکى په توپوهنه کې ښه پرفامنس ونه کړ.

د سوپر کنګز لخوا ډواين براوو ښه توپ اچونه ترسره کړه او ٣ لوبغاړي يې وسوځول، همدا راز سام کران، شردل ټاکر او کرن شرما ٢-٢ ويکټې ترلاسه کړې.د ١٦٨ منډو هدف په تعقيب کې د چيناى سوپر کنګز لوبډلې ښه پيل وکړ، شين واټسن او فاف ډوپليسي ٣٠ منډې ملګرتيا وکړه، خو ډوپليسي په ١٧ منډو وسوځېده، چې له هغه وروسته امباتي رايډو له واټسن سره منډې ٩٩ ته ورسولې او د ٣٠ منډو جوړولو وروسته اوټ شو.

شين واټسن بيا تر ټولو زياتې ٥٠ منډې ترلاسه کړې، خو بل کوم توپوهونکى ونه توانېده چې ښه توپوهنه ترسره کړي او د کلکتې له لوري ورکړل شوى هدف پوره کړي.چيناى سوپر کنګز په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٥ لوبغاړو په سوځېدو ١٥٧ منډې وکړې او د ١٠ منډو په توپير يې له کلکته نايټ رايډرز څخه ماتې وخوړه.د کلکته نايټ رايډرز له لوري شيوام ماوي، ورون چکرورتي، کمليش ناګارکوټي، سنيل ناراين او انډري رسل ١-١ ويکټ واخيستې.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه راهول ټريپاټي ته ورکړل شوه، چې ٨١ منډې يې د کلکتې په ګټه ترلاسه کړې وې.دا د کلکته نايټ رايډرز لوبډلې پنځمه لوبه وه چې دريمه بريا يې خپله کړه او ٦ نومرې يې ترلاسه کړې چې له دې سره په جدول کې دريم مقام ته لاړه، همدا راز د چيناى سوپر کنګز لوبډلې بيا شپږمه لوبه وه چې څلورمه بريا يې خپله کړه او پنځم مقام کې قرار لري.

داکتوبر په ٨مه نېټه به د اى پي ايل په ٢٢مه لوبه کې د سنرايزرز حېدراباد او کنګز اليون پنجاب لوبډلې مېدان ته کوزې شوې. دا لوبه چې د دوبۍ کرکټ لوبغالي کې ترسره کېږي، د افغانستان په وخت ٦:٣٠ بجې به پيل شوه.د يادولو وړ ده چې له سنرايزرز حېدراباد لوبډلې سره راشد خان او محمد نبي لوبېږي او همدا راز د کنګز اليون پنجاب لوبډلې سره مجيب الرحمان هم دی.خو تراوسه پورې په کومه لوبه کې نه دى لوبېدلى.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button