نړیوال خبرونه

اکرم خپلواک: د دولت موقف ضعیف دی

اکرم خپلواک:د دولت موقف ضعیف دی. د ملي مصالحې عالي‌شورا مرستیال او په سیاسي چارو کې د اشرف غني ځانګړی استازی اکرم خپلواک وایي، د سولې په پروسه کې د حکومت ضعیف مؤقف د دی لامل شوی چې د سولې اړوند کنفرانس ځنډ سره مخ شي.

ښاغلي اکرم خپلواک چې د پارلمان استجوابیه غونډې ته یې د سولې پروسې په اړه توضیحات ورکول وویل، چې طالبان د ملګرو ملتونو د امنیت شورا لخوا د افغانستان په قضیه کې د یو ښکېل اړخ په حیث په رسمیت پېژندل شوي‌ او د حکومت ټيټ مؤقف بیا ددې لامل شوی چې غونډې او د سولې کنفرانسونه د طالبانو په وینا لغوه او یا هم وځنډېږي.

img 20210421 160824

هغه وړاندې زیاته کړې موږ له داسې یو چا سره په مذاکراتو مصروف یو چې اصلا جمهوریت نه پېژني‌ د مذاکراتو پړاوونه او د سولې قیمت ددې لامل شو، چې اعتراف وکړو زموږ د حکومت مؤقف په هغه اندازه کې نه دی چې باید وای.دده په خبره که چېرې حکومت په یوه قوي مؤقف کې وای، نو اوس به د سولې کنفرانسونه او ناستې د طالبانو په خوله نه لغوه کېدلې.

د ملي مصالحې عالي‌ شورا داسې وخت د سولې په پروسه کې د حکومت له ټيټ مؤقف سر ټکوي‌ چې په دې وروستیو کې د طالبانو د نه رضایت له امله د ترکیې غونډه لغوه شوه.یاده ناسته چې د استانبول په ښار کې د امریکا په وړاندیز او د ملګرو ملتونو په سرپرستۍ کې جوړېده.

دولت ورته د خپل لېږل کېدونکي پلاوي نوملړ هم وروستی کړی و، مګر اوس د طالبانو د انکار له امله تر نامعلومې نېټې ځندېدلې خو بلخوا د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې دا غونډه به د اختر نه وروسته تر سره کیږي او د کنفرانس نېټه به هم وروسته اعلان شي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button