سیمه ییز خبرونه

اکسپرس ټرېبیون: طالبان د پاکستان له نوي حکومت سره د اړیکو د ښه کېدو هڅه کوي

پاکستانۍ ورځپاڼه اکسپرس ټرېبیون وايي، طالبان له اسلام اباد سره د اړیکو د ښه کېدو په هڅه کې دي

تېره ورځ د طالبانو بهرنیو چارو وزارت وزیر امیرخان متقي هم اسلام اباد ته د طالبانو د رژیم په استازیتوب پیغام لیږلی و، خو پر دغه پیغام په رسنیو کې سختې نیوکې وشوې، ځکه ګڼو سیاست‌پوهانو وویل، د لیک الفاظ دیپلوماتیک نه وو او په اصطلاح یو ډول غوړه‌مالي په کې شوي وه.

خو طالبان بیا وايي، دوی په سیمه کې له ټولو ګاونډیو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي.

pak (1)
په افغانستان کې د پاکستان شارژدافر عبدالرحمن نظاماني

د طالبانو او اسلام اباد ترمنځ اړیکې

د پاکستان اکسپرس ټرېبیون ورځپاڼې د پاکستاني سرچینو له قوله خبر ورکړی چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت له اسلام اباد سره د خبرو د نوي رسمي کانال د پرانیستلو هڅه کوي.

د اسلام اباد او طالبانو اړیکې هغه مهال ترینګلي شوې چې ټي ټي پي په پاکستان کې خپل عملیات ګړندي کړل او د پاکستان امنیتي دستګاه ته یې مرګ ژوبله واړوله.

نور ولولئ: ملا هیبت الله ته د ملا فضل الرحمان ګواښ؛ تاسو به یا پاکستان انتخابوی یا ټي ټي پي

نور ولولئ: ملا هیبت الله ته باوري کس ملا شیرین اسلام اباد ته ورسېده

نور ولولئ: اسلام اباد ته د ملا شیرین سفر او د افغانستان په اړه د پاکستاني دیپلوماتانو بحث ته کتنه

اکسپرس ټرېبیون ورځپاڼې لیکلي چې د همدې هڅو په لړ کې روانه اوونۍ په کابل کې د پاکستان شارژدافیر عبیدالرحمان نظاماني کندهار ته تللی او د طالبانو مشر ملا هبت الله ته نږدې کس او د کندهار والي ملا شیرین اخوند سره یې کتلي دي.

د مسایلو د حل لټه

د ورځپاڼې په خبره، که څه هم د کابل او اسلام اباد ترمنځ رسمي خبرې پرې شوي خو په ټکو یې غیر رسمي اړیکې لا هم فعالې دي.

mutaqi1
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي

دې ورځپاڼې په خپل راپور کې لیکلي دي چې د طالبانو حکومت په پاکستان کې د نوي حکومت سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د رامنتځه شویو مسایلو د حل په لټه کې دی.

اکسپرس ترېبیون د یو شمېر ډیپلوماټیکي سرچینو له قوله چې په اړه جزیات نه دي ورکړل شوي ادعا کړې چې د طالبانو حکومت لا هم ټینګار کوي چې پاکستان باید د دوی په ټکو له پاکستاني طالبانو یا ټي ټي پي سره د خبرو له لارې خپلې ستونزې حل کړي.

ورځپاڼې لیکلې چې نظاماني د کندهار والي ملا شیرین ته ډاډ ورکړی چې اسلام اباد ته د تګ پر مهال به د دوی غوښتنې د پاکستان له لوړو پوړو چارواکو سره شریکې کړي.

پاکستان په وار وار په افغانستان کې د طالبانو حکومت له پاکستاني طالبانو سره په مرسته او اړیکو تورنوه، خو د طالبانو حکومت د پاکستان ناامني د دې هېواد کورنۍ مسله بلله.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button