نړیوال خبرونه

ایا اروپايي اونور نړیوال هېوادونه به طالبان په رسمیت وپېژني؟

ایا اروپايي اونور نړیوال هېوادونه به طالبان په رسمیت وپېژني؟ طالبانو د کابل له نیولو څه باندې درې اوونۍ وروسته د ملا محمد حسن اخوند په مشرۍ سرپرست حکومت اعلان کړ.

ښاغلي ملا محمد حسن اخوند له تېرو ۲۰ کلونو راهیسې د طالبانو د مشرتابه شورا غړی وو او په ۱۹۹۰مه لسیزه کې یې پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د کندهار د والي او د وزیراعظم د مرستیال په توګه دندې ترسره کړي دي.په واشنګټن کې د یوه څېړنیز انسټیټیوټ رييس هاشم وحدتیار ته د طالبانو کابینه له څلورو نظرونو د پام وړ ښکاري.

0001 7136763558 20210903 165149 0000

هغه د سېپټېمبر پر اوومه د طالبانو د حکومت تر اعلان وروسته یوې رسنی ته وویل، اوله خبره دا ده چې په دې کابینه کې ښځې نه شته، دویم دا چې په دې کابینه کې یو تاجک او یو ازبک دی، درېیم کابینه د حقاني شبکې او نورو طالبانو ترمنځ وېشل شوې او څلورم د کلیدي او تخنیکي وزارتونو لکه ټېکنالوژي او مخابراتو لپاره هم ملایان ګومارل شوي دي.

د طالبانو د مشر ۵۵ کلن ملا هبت الله اخوندزاده یادونه ښايي د دې لپاره نه ده شوې چې نوموړی له ۲۰۱۶ز څخه د پخواني مشر ملا اختر محمد منصور تر وژنې وروسته د طالبانو مشر دی.

د طالبانو د کابینې مشر ملا محمد حسن اخوندزاده چې دوی رييس الوزرا (صدراعظم یا وزیراعظم) بللی، په کندهار کې زېږېدلی او د طالبانو د تحریک له موسسانو څخه دی.نوموړی په طالبانو کې ډېر مقبولیت هم لري.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button