لوبې

ایا استرالیايي لوبغاړي به د پاکستان سفر ته غاړه کېږدي

د اسټرالیا کرکټ لوبډلې چټک توپ اچونکی جوش هیزلووډ وايي د پاکستان د سفر په اړه دا مهال ډېر څه روان دي. جوش هیزلووډ په یوه بیان کې ویلي، چې د کرکټ بورډ او اسټرالیا کرکټ لوبغاړو ټولنه د دې سفر په شالید کار کوي؛

د لوبغاړو له لورې ډېر باور څرګند شوی دی.جوش هیزلووډ وایي، چې لوبغاړي یې د خونديتوب په فکر کې دي، که چیرې ځينې لوبغاړي د پاکستان له دورې انکاري شي، نو نوموړی به هیڅ حیران هم نشي.

نور یی ولوله | مجیب الرحمن ډېره په زړه پورې توپ اچونه وکړه او لوبډله یې بریالۍ کړه

هغه وایي که لوبغاړي انکار وکړي نو پریکړو ته یې باید درناوی یې وشي، دا ځکه چې دوی خپلې پریکړې د کورنۍ غړو سره په مصلحت ترسره کوي.

ټاکل شوې د پاکستان او اسټرالیا تر منځ لومړۍ ټېسټ لوبه د مارچ په درېیمه نېټه په کراچۍ کې پیل شي او راولپنډۍ او لاهور هم د ټېسټ لوبو په مهالویش کې شامل دي. د اسټرالیا په دې سفر کې درې ټیسټ، درې یوه ورځنۍ او یوه شل اوریزه لوبه شامله ده.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button