لوبې

ایا افغان لوبډله به هند او پاکستان ته سر خوږی جوړ کړي؟

د افغانستان سیاسي او اقتصادي ستونزې

له تېر یوه کال راهیسې د افغانستان سیاسي او اقتصادي ستونزې د نړیوالو رسنیو د بحث موضوع ګرځېدلې، خو په دې وروستیو کې د افغانستان د کرکټ په ډګر کې داسې لوبې وکړې، چې د کرکټ شنونکي او مینه وال یې حیران کړي دي.

افغان کرکټ لوبډلې په دې وروستیو د انګلستان پخوانی لوبغاړی جوناتن تروت، چې په سویلي افریقا کې زېږېدلی، د مشر روزونکي په توګه د هغه خدمات ترلاسه کړي، چې افغان لوبډلې د هغه تمه پوره کړه او نه یوازې بنګله دېش او سریلانکا ته یې ماتې ورکړه بلکې لومړی یې دویم پړاو ته لار وموندله.

اوس د کرکټ شنونکو د پاکستان او هند لوبډلو ته خبرداری ورکړی، چې افغان لوبډله به ورته سر خوږی جوړوي، د هند پخواني لوبغاړي اجي جدیجا ویلي، که افغان لوبډله هند یا پاکستان بهر کوي، نو د حیرانتیا خبره نه ده. سنیل ګواسکر وایي، شل اوریزه لوبه د بخت لوبه ده، هره شېبه بدلېږي، نو یوه لوبډله هم باید کمزورې ونه ګڼل شي.

نور یی ولوله | سعید اجمل: افغان ورو بالران یا توپ اچونکي ډېر ښه شوي دي

نور یی ولوله | اظهارالحق نوید د سیډني لوبډلې واخیست

د افغانستان کرکټ لپاره ستونزمن کال

تېر یو کال د افغانستان کرکټ لپاره ستونزمن کال و، د کرکټ نړیوالې شورا یې د سرنوشت په اړه مهمې پرېکړې وکړې، خو بیاهم افغان لوبډله تر ډېره بریالۍ وه او څومره ستاینه یې چې وشي هم کمه ده.

د ویلو ده چې افغانستان په ۲۰۱۰ کې خپله نړیواله شل اوریزه لوبه ترسره کړه، چې تر اوسه یې ۱۰۱ نړیوالې شل اوریزه لوبې ترسره کړي، چې ۶۸ لوبې یې ګټلي او په ۲۰۲۲ کې یې ۱۲ نړیوالې شل اوریزې کړي، چې ۸ یې ګټلي دي

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

یوه تبصره

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button