نړیوال خبرونه

ایا د ترکیې غونډه به د سولې اینده معلومه کړي؟

ایا د ترکیې غونډه به د سولې اینده معلومه کړي؟ د افغان سولې لپاره د امریکا د نوې طرحې پر بنسټ په ترکیې کې د بن په څېر د کنفرانس جوړېدو ته د ګوتو په شمار ورځې پاتې ده.تازه ترکیې او امریکا د یاد جوړېدونکي کنفرانس پر اجنډا خبرې کړې دي

دواړو لوریو ټینګار کړی، چې دغه برخلیک ټاکونکې غونډه باید په سمه توګه ترسره شي.په ترکیه کې د امریکا سفارت په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې خلیلزاد د روانې مارچ میاشتې په وروستیو ورځو کې په ترکیه کې ددغه هېواد له مهمو لوړپوړو چارواکو سره کتلي دي او پر افغان سوله یې له دوی سره خبرې کړې دي.سرچینه کاږي په دې لیدنو کې تر ډېره د راتلونکي کنفرانس پر جوړېدلو او د افغان سولې کنفرانس پر اجنډا او ګډونوالو بحثونه شوي دي او ټینګار شوی چې باید یاده غونډه په منظم شکل جوړ شي.

امریکایي سفارت د کنفرانس د اجنډا په هکله څه نه دي ویلي خو وايي تمه ده چې د خپلمنځي مذاکراتو لپاره جوړېدونکی کنفرانس په افغانستان کې د جګړې د ختمېدو او سولې بهیر د چټکتیا لامل شي.د ترکیې غونډه د سولې لپاره د امریکا د نوې طرحې له مخې جوړېږي، چې د افغان سولې او جګړې د برخلیک په اړه به پکې برخلیک ټاکونې پرېکړې وشي.

او شاید نور د سولې ډرامه هم یو طرفه کړي.یاده غونډه کې امریکا، افغان حکومت، طالبان، سیاسیون او د سیمې مملکتونو لوړ پوړي چاروکي ګدون کوي او د بُن کنفرانس ته ورته غونډه ده.دا چې یاده غونډه به د افغان سولې او جګړې برخلیک مالوم کړي او که نه، جلا بحث دی، خو امریکا نور له افغان جګړې په تنګ راغلی او غواړي په یو ډول دغه ډرامه نوره پای ته ورسوي.

img 20210330 202936 765

دا به د بایډن د حکومت ستره بریا وي چې د ماموریت په لومړیو میاشتو کې دومره ستره معظله حل کوي، داسې معظله چې ټرمپ په میاشتو میاشتو لا یوې مالومې نتیجې ته ونه رسوله.دلته بیا افغانان هم هیله مند دي چې یاده غونډه به د افغان سولې په اړه ګټوره تمامه شي او نور به د جګړې لمن ټوله شي.او سوله به قایمه شي.

عالم زيب

دعالم زیب د افغانستان یو مشهور سوداګر او عامه شخصیت دی. هغه د نړیوالو سیاسي چارو په اړه د خپلو نظریاتو، د هغه د خیریه فعالیتونو، او د سولې د ودې لپاره د هغه د هڅو لپاره مشهور دی.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button