سیمه

ایرانی قوماندان: افغانستان او پاکستان سره سرحد حتماً تړو

د ایراني ځواکونو قوماندان وايي، له افغانستان او پاکستان سره یې د سرحدي پولو تړل لومړیتوب دی

ایران څو ورځې وړاندې د افغانستان او ایران په ګډه پوله له ۲۶۰ زیات افغانان تیر باران کړل او ویې وژل.

تازه د ایراني رسنیو د دغه هېواد د پوله ساتو ځواکونو د قوماندان سردار احمد علي ګودرزي له قوله راپور ورکړی، چې د دغه هېواد په ختیځ او لوېدیځ کې له افغانستان او پاکستان سره د پولو تړل او دېوال جوړول یې په لومړیتوب کې دی.

په ختیځ او لویدیځ کې د پولو تړل

ایرنا خبري اژانس د یکشنبې په ورځ د (تلې ۲۹مه) په خپل یوه راپور کې د ایران د پوله ساتو ځواکونو د قوماندان سردار احمد علي ګودرزي له قوله لیکلي، چې د دغه هېواد په ختیځ او لوېدیځ کې له افغانستان او پاکستان سره په سرحدي پولو باندې د دېوال جوړولو او لارو بندولو د پلان پلي کولو موخه یې ایران ته د توکو د قاچاق، د نشه‌يي توکو د قاچاق او د ناقانونه کډوالو د ننوتلو مخنیوی دی.

نور ولولئ:  ملګرو ملتونو د افغانستان په اړه د متحده عربي اماراتو وړاندیز شوی پرېکړه لیک تصویب کړ

نور ولولئ:  امیر عبداللهیان امیر خان متقي ته ویلي: د هلمند سیند اوبو کې حقابه مو جدي غوښتنه ده

سردار علي احمد ویلي: «د نظامي چلندونو په نظر کې نیولو سره په ځانګړي توګه د نشه‌يي توکو د قاچاق او ناقانونه کډوالۍ په برخه کې د ایران لومړیتوب اوس له افغانستان او پاکستان سره د ایران دی، چې دغه هېواد ته شاخوا ۸۰ سلنه نشه‌يي توکي له همدغو دوو لارو څخه راوړل کیږي.»

د سرحدي پروژې اوږدوالی

نوموړي زیاته کړې، چې دمګړۍ د سیستان او بلوچستان په لوېدیځ کې د دیوال جوړولو عملي چارې پیل شوې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ ایراني رسنیو په شمال ختیځ کې د ایران د ځمکنیو ځواکونو د سیمه ییزې اډې د قوماندان په حواله خبر ورکړی و، چې له افغانستان سره د پولې تړلو سرحدي پروژې اوږدوالی به ۳۰۰ کیلومتره وي او د پلي کولو چارې به یې د ایران د څلورو انجنیري ډلو او د ځمکنیو ځواکونو له خوا ترسره شي.

د ایران او افغانستان تر منځ د پولې د بندولو په عملیاتو کې تر څلورو مترو پورې لوړ دیوالونه غځول شوي او د دې ترڅنګ د مصنوعي ځیرکتیا ټکنالوژي هم په کې کارول کیږي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button