افغانستاناقتصاد او سوداګري

ایران: افغانستان د صنعتي کېدو لور ته روان دی

اړوند خبرونه: 

د افغانستان ملي موزیم ته لنډه کتنه

خوست کې له پاکستان د لوبو ګټلو په ویاړ زرګونه کتابونه ویشل شوي

ایران وايي، افغانستان د صنعتي کېدو په لور روان دی، ایرانیان باید هلته پانګونه وکړي

د ایران او افغانستان د سوداګرۍ د ګډې خونې رئیس خبرداری ورکړی چې که د ایران تاجران په افغانستان کې د صنعت، کانونو، کرنې او تخنیکي – انجنیرۍ خدمتونو په برخو کې پانګونه ونه‌کړي، د افغانستان بازارونه به د ایران له لاسه ووځي.

محمود سیادت وویل چې افغانستان په چټکه د یوه نوي صنعتي بازار په لور روان دی.

محمود سیادت، چې د ایران او افغانستان د ګډې سوداګریزې خونې رئیس دی، د یکشنبې په ورځ په بیرجند ښار کې د ایراني او افغاني تاجرانـو په یوه غونډه کې وویل چې د «صنعتي واحدونو درې برابره زیاتوالي» او د طالبانو حمایوي سیاستونو ته په پام، د ایران تاجران باید ژر تر ژره د افغانستان بازار ته داخل شي، څو له راتلونکو سیالیو څخه وروسته پاتې نه‌شي.

نوموړي د ایراني سوداګرو ته په خطاب کې ټینګار وکړ چې له نویو اقتصادي فرصتونو څخه په افغانستان کې باید جدي استفاده وشي.

ده زیاته کړه چې اوس مهال د طالبانو د حکومت د نویو تعرفو او حمایوي سیاستونو له امله افغانستان ته د توکو واردات نور اقتصادي ګټه نه‌لري، نو ایران باید په افغانستان کې دننه د تولید او پانګونې سکتور ته مخه کړي.

سیادت غوښتنه وکړه چې «د ایران یوه اندازه تولیدي برخې باید افغانستان ته انتقال شي» او زیاته یې کړه چې د تخنیکي او انجنیرۍ خدماتو، مشورتي چارو او صنعتي ماشینونو په برخو کې پانګونه د افغانستان له اساسي اړتیاوو څخه ده، او ایرانی تاجران کولی شي په دغو برخو کې مهم رول ولوبوي.

دا هم ولولئ:  طالبان: پاکستاني پولیسو پر افغان کډوالو ژوند تریخ کړی

له دې وړاندې د دوغارون د ازادې سوداګرۍ د ـصنعتي سیمې عمومي رئیس ویلي و چې د ایران او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه په کال کې له درې میلیاردو ډالرو اوړي.

څو ورځې وړاندې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت هم اعلان کړی و چې له یوه ایرانی پلاوي سره یې د  سوداګرۍ، پانګونې او د سرحدي محدودیتونو د حل په اړه ناسته کړې، چې موخه یې له ایران سره په کال کې تر لس میلیارد ډالرو پورې د سوداګرۍ د کچې لوړول وه.

ایران تر دې څو کاله وړاندې په افغانستان کې د زعفرانو د تولید او کښت په اړه هم ورته اندېښنه څرګندوله او ویل یې چې د افغانستان زعفران نړیوال بازارونه له ایران څخه اخلي.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button