سیمه ییز خبرونهنړیوال خبرونه

ایران: افغان کډوال دې په ایران کې پاتې شي

ایران وايي افغان کډوال دې په ایران کې پاتې شي خو حساب به نه وي پکې، د ایران یوې مشهورې ورځپاڼې( ایران) په پرونې لیکنو کې ذکر کړي وو چې افغان مهاجرین دې په ایران کې پاتې شي، خو حساب کتاب به به نه غواري او نه به وي،

د دغه هیواد د یو تلویریون د راپور له مخې، دغې ورځپاڼې په یوه لوی سرلیک کې افغان کډوالو ته په خطاب کې لیکلي: «بمانید اما بی حساب و کتاب».دغې ورځپاڼې دغه راز د ګډې پولې د امنیت په اړه افغان حکومت سره د ایران د وروستیو هوکړو هرکلی کړی دی.ویل شوي، چې ایران کې د کرونا ویروس له خپریدو وروسته افغان کډوال په دې توهینیږي، چې ولې د کور کرایې او نورو لګښتونو لپاره نقدي پیسې ورکوي؟

ایران د نقدو پیسو د کارولو پرځای له بانکي حساب څخه استفاده اړینه ګڼلې، خو افغان کډوال دغه هېواد کې د دغه حساب د پرانیستو اجازه نه لري.ایراني رسنیو افغان کډوالو ته د حساب و کتاب د نه لرلو خبره په داسې مهال کړې، چې له څو میاشتو راهیسې دغه هېواد په څو وحشیانه پېښو کې لسګونه دغه کډوال ووژل.

یو ځل د ایران او افغانستان پر ګډې پولې ایراني پوله ساتونکو تر شپیتو پورې افغان کډوال له شکنجې وروسته د هریرود سیند ته وغورځول.په دغه پېښه کې تر دېرشو پورې د افغان کډوالو د مړینې خبر ورکړل شو.تر هغې وروسته د ایران په یزد ښار کې ایراني پولیسو د افغان کډوالو پر یوه موټر ډزې وکړې، چې له کبله یې موټر اور واخیست او د څو کډوالو د مرګ ژوبلې سبب شو.

د دې پېښې د ټپيانو پر وړاندې د ایران چلند هم توند غبرګونونه وپارول.ایراني چارواکو دغه ټپيان ان له دوی څخه د افغان سفیر د لیدنې پر وخت د روغتون په بسترخونه کې ولچک کړي وو.افغان حکومت د یادو پېښو د جدي څېړلو ژمنه وکړه او په دې اړه یې ایران ته د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست محمد حنیف اتمر په مشرۍ پلاوی واستوه.دغه پلاوي بیا د دې پېښو په اړه ملت ته د ځواب ویلو پر ځای خبر ورکړ، چې ایران سره یې د ستراتیژیکو همکاریو د لاسلیک پر سند خبرې کړي او په څو میاشتو کې به دغه سند لاسلیک شي.

اوس وخت د دې رارسېدلۍ چې باید افغان سیاسیون او دولت دې د ایران سره د اریکو د جوړولو باندې کار کولو پر څاۍ ایران خپل ټول هېوادوال راوباسي ترڅو دغه هیوادوال په سمه توګه خپل هېواد افغانستان کې ژوند وکړي ځکه ایران د دې وړاندې هم افغانانو سره سم چلند نه دۍ کړۍ او اکثره وخت کې افغان نهاجرین زورولي دي اوس باید حکومت دې ته کار وکړي چې څنګه دغه هېواد وال بېرته خپل هېواد ته راستانه شي،

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button