افغان کډوالسیمه

ایران تازه دوه افغانان وګړي اعدام کړل

اړوند خبر: 

د ایران سني مذهب امام عبدالحمید: له افغان کډوالو سره د ایران چلند نه زغمونکی دی

د ایران د بشري حقونو سازمان “هه‌نگاو” راپور ورکړی چې د ایران حکومت نهو کسانو ته د اعدام سزا ورکړې، چې په کې دوه تنه د افغانستان اتباع هم شامل دي. د راپور له مخې، دا دوه افغان بندیان له مخکې د «جنسي تېري» په تور محکوم شوي وو، او د اعدام حکم یې د کرج ښار د قزلحصار په زندان کې عملي شوی دی.

همداراز، څو تنه نور زندانیان چې د قتل عمد او نشه‌یي موادو د جرمونو له امله محکوم شوي وو، د ایران په مشهد، ګنبدکاووس، زنجان، کرج، ملایر، نهاوند، قزوین او کرمان زندانونو کې اعدام شوي دي.

هه‌نگاو وایي، تر اوسه دا اعدامونه د ایران په رسنیو، په ځانګړې توګه له عدلیه قوې سره تړلو رسنیو کې نه دي خپاره شوي، او طالبان هم تر اوسه د افغان وګړو د اعدام په اړه هېڅ غبرګون نه دی ښودلی.

سیاسي شنونکي وایي، افغان اتباع په ایران کې له اساسي حقونو، د مدافع وکیل له شتون او عادلانه دادرسي بې برخې دي، او ایران د دغو اعدامونو څخه د خپلو ګټو لپاره استفاده کوي. نجیب الرحمن شمال، یو سیاسي شنونکی، وایي: «مهاجرین متاسفانه وکیل مدافع نه لري او په ناآگاهۍ کې اعدامېږي، چې دا وضعیت د کورنیو لپاره اندېښمن دی، او طالبانو هم په تېرو څلورو کلونو کې سکوت اختیار کړی دی.»

د ایران د بشري حقونو د سازمان د احصایې له مخې، د روان عیسوي کال له پیله تر اکتوبر پورې، ۶۰ افغان اتباع په ایران کې اعدام شوي دي. د همدغه کال د اکتوبر میاشت کې هم درې تنه افغانان د قتل عمد او نشه‌يي موادو له امله اعدام شوي دي.

په ورته حال کې د افغانستان ځینې اتباع وایي چې مهاجرین له مدافع وکیل پرته په ایران کې محکومېږي او سزا ورکول کېږي. میرویس، د کابل اوسېدونکی، وایي: «په یوه داسې هېواد کې د افغان اتباعو اعدام چې هلته د مهاجرینو حقونه نه مراعتېږي او وکیل ته لاسرسی نه لري، هېڅ د منلو وړ نه دی، خو د دې حالت په اړه سکوت شوی دی، او دا امکان شته چې نور افغانان هم په ناحقه اعدام شي.»

که څه هم ایران طالبان رسمي نه دي پېژندلي، خو اقتصادي او دبلوماټیکې اړیکې لري. دا مهال د افغان مهاجرینو وضعیت په ایران کې اندېښمنونکی دی، د اعدامونو شمېره زیاته شوې او د افغانانو پراخ اخراج دوام لري.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button