سیمه ییز خبرونه

ایران ته د طالبانو ځواب؛ ټولشموله حکومت تاسې پورې اړه نه لري

طالبانو د ایران پر وړاندې غبرګون ښودلی او وايي چې ټولګډونه حکومت په دوی پورې اړه نه لري

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان یو ځل بیا په افغانستان کې د ټولو توکمونو په ګډون د یوه ټول شموله حکومت د جوړېدو غوښتنه کړې ده.

خو د طالبانو د رژیم ویاند ذبیح الله مجاهد یې په غبرګون کې وویل چې د طالبانو واکمني ټول شموله ده او ټینګار یې وکړ چې دا مسله له نورو هېوادونو سره هېڅ تړاو نه لري.

هېوادونه باید د افغانستان له ثبات سره مرسته وکړي

مجاهد وویل: “اصلي مسله دا ده چې هغه هېوادونه چې غواړي له افغانستان سره اړیکي ولري او په هېواد کې له ثبات او ټیکاو سره مرسته وکړي، باید دا هم په پام کې ونیسي چې زموږ د هېواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي. “په افغانستان کې د نظام جوړول او جوړښت د افغانانو کار دی او له نورو [هیوادونو] سره هیڅ تړاو نه لري.”

هغه زیاته ړه: “موږ له هېوادونو غواړو چې پر هغو مسایلو تمرکز وکړي چې د دواړو هېوادونو اړیکې پیاوړې کوي.”

مجاهد دا  ادعا هم وکړه چې د دوی رژیم له وړاندې ټول شموله دی او ټول اتباع پکې خپل استازي لري.

تېره ورځ د ایران بهرنیو چارو وزیر څه ویلي و؟

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د اذربایجان په پلازمېنه باکو کې د ناپیلو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کې د طالبانو د حکومت له جوړښت څخه د تهران ناخوښي څرګنده کړه او ویې ویل چې دغه دریځ د طالبانو چارواکو هم شریک کړی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهيان په افغانستان کې د روان کړکېچ حل لاره د ټولو قومونو په ګډون د یوه ټولشموله حکومت جوړول بللي وه.

نور ولولئ: ایران له افغانستانه د صنعتي نشه‌يي توکو قاچاق ډېرېدلو اندېښمن کړی

ایران یو له هغو هېوادونو دی چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته خپل سفارت پرانیستی او د طالبانو له حکومت سره نږدې اړيکي پالي.

ښاغلي عبداللهیان د ناپېيلو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې چې د اذربايجان پلازمېنه باکو کې جوړه شوې وه وویل، افغانستان له څو لسیزو راهیسې له بې ثباتۍ او کړکېچ څخه کړېږي.

هغه په ​​ايران کې د څه د پاسه پنځه ميليونو افغان کډوالو شتون ته په اشارې سره وويل چې دغه هېواد په افغانستان کې د بشري وضعيت د ښه والي او د هغوى د راستنېدو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button