ایران: د ناقانونه افغان کډوالو ایستل لومړیتوب دی

اړوند خبرونه:
عباس عراقچي: د افغان کډوالو د ستنېدو بهير به تدريجي وي
علیرضا بیګدلي: ایران کې افغان کډوال د دې هېواد په اقتصادي پرمختګ کې مهم رول لري
ملګري ملتونه: تېرو ۲ورځو کې نږدې ۹زره افغان کډوال له پاکستانه ایستل شوي
په ګاونډیو هېوادونو کې د افغان کډوالو د نیولو په دوام، د ایران د کورنیو چارو وزیر «سکندر مومني» ویلي چې د غیرقانوني کډوالو ایستل د «اسلامي جمهوریت» لومړیتوب دی.
مومني ټینګار کړی چې ایران نور د دومره زیات شمېر کډوالو د منلو وړتیا نه لري، او د غیرقانوني بهرنیانو د ایستلو په برخه کې به جدي اقدام کوي.
د ایراني ادارو د معلوماتو له مخې، دا مهال په ایران کې شاوخوا شپږنیم میلیون بهرني وګړي په قانوني او غیرقانوني توګه ژوند کوي چې ډېر یې غیرقانوني افغان کډوال دي.
ایران تر دې مخکې هم له هغه ځایه د ټولو غیرقانوني کډوالو پر ایستلو ټینګار کړی و او له نږدې څلورو کلونو راهیسې یې لسګونه زره غیرقانوني افغان کډوال هېواد ته رالېږلي دي.
ایراني چارواکو دا خبرداری یو وار بیا داسې مهال کړی چې د پاکستان حکومت هم د تېرې اپریل میاشتې په لومړۍ نېټه له یاد هېواده د افغان کډوالو د جبري ایستلو دویم پړاو پیل کړ، او تر اوسه یې سلګونه زره افغان کډوال رالېږلي دي.
د ویلو ده چې د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارو په ګډون پر بشري حقونو د څار ګڼو ادارو له ګاونډیو هېوادونو د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ د پایتهرسېدو غوښتنه کړې وه.