سیمه

ایران: د هلمند سیند د حقابې په تر لاسه کولو کې به له هرې ممکنه لارې کار واخلي

ایران وايي، د هلمند سیند کې د حق ابې تر لاسه کولو لپاره هڅې کوي

اړوند مطالب: 

طالبان وايي، موږ له ایران اوبه نه دي راګرځولي بلکې د هلمند سیند اوبه نه لري

د ایران او افغانستان د اوبو جنجال؛ ایران وايي، چې هلمند سیند کې له خپلې حق‌ابې نه تېريږي

ایران یو ځل بیا ویلي چې د هلمند سیند د حقابې تر لاسه کولو لپاره به له هرې ممکنه لارې کار واخلي، خو خپل حق به ترلاسه کړې.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند اسماعیل بقایي یو ځل بیا د هیرمند یا هلمند سیند د اوبو د حق په خوندي کولو ټینګار وکړ.

هغه په ​​تهران کې په یوه خبري غونډه کې وویل چې د حق ابې د تعقیب لپاره به له هرې ممکنې لارې کار واخلي.

ښاغلي بقايي له طالبانو وغوښتل چې د هلمند په سیند کې د ایران حق ته پام وکړي.

ایران څو ورځې وړاندې په هرات کې د هریرود پر سیند د پاشدان بند پر جوړېدو هم اندېښنه ښوولي وه او ویلي یې وو چې ددغه بند په بشپړېدو سره به میلیونونه ایرانیان له ستونزو سره مخامخ شي.

ایران او پاکستان دواړه په افغانستان کې د اوبو له مدیریت ویره لري.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button