ځایی
رجحان

ایران طالبانو ته؛ مزارشریف کې ۲۵ کاله وړاندې د ایراني ډیپلوماټانو وژونکي پیدا کړئ

د تهران ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزارت له افغان سرپرست حکومت څخه وغوښتل چې د ۱۹۹۸ کال د اګست په اتمه په مزارشریف کې د ایراني ډیپلوماتانو او یوه خبریال د وژنې په اړه د خپلو تحقیقاتو موندنې په ښکاره ډول اعلان کړي او دا یقیني کړي چې د دې پېښې له مسوولانو سره حساب کېږي.

ایرانی خبریال محمود سارمي د ایران پر جنرال قونسلګرۍ د برید پر مهال د اتو ډیپلوماتانو تر څنګ ووژل شو.

 دا برید په داسې حال کې وشو چې د طالبانو پوځی ځواکونو تازه د افغانستان په شمال کې د مزارشریف ستراتیژیک ښار ونیوه او د احمدشاه مسعود په مشرۍ له شمال ټلوالې سره یې د سړکونو پر سر جګړه روانه وه.

۲۵ کاله وړاندې د ایران تصمیم څه و؟

د دې پېښې له کبله نژدې و چې ایران پر افغانستان یرغل وکړي خو یو شمېر ایراني چارواکو له غچ اخیستونکي اقدام سره مخالفت وکړ.

د ایران د باندنیو چارو وزارت په ایران کې د خبریالانو د ملي ورځې په مناسبت په یوه اعلامیه کې ټینګار کړی چې په مزارشریف ښار کې د ایران پر قونسلګرۍ برید او په نتیجه کې یې د ایراني دیپلوماتانو او خبریال وژنه د ملګروملتو د امنیت شورا د ۱۲۶۷ پرېکړه لیک پر اساس د نړیوالو قوانینو څرګنده سرغړونه ده.

دغه وزارت د عدالت غوښتلو په برخه کې پر خپله ژمنتیا ټینګار کړی او ویلي: “موږ حق لرو چې د دې دردناکه تروریستي عمل مختلف اړخونه تعقیب کړو او د ایران ملت او غمجنو کورنیو ته ځواب ووایو.”

د ترسره شوي جرم د عاملانو غوښتنه

په اعلامیه کې پر افغان چارواکو یو ځل بیا غږ شوی او ورڅخه غوښتل شوي چې “د دې جرم د عاملانو په اړه د خپلو تحقیقاتو پایلې اعلان کړي او هغوی ته سزا ورکړي.”

په ۱۹۹۸ م کال کې په داسي حال کې چې طالبانو په جوزجان کې د شمال ټلوالې مخکینۍ جبهې ماتې کړې وې، مخکې تر دې چې مزارشریف ښار په بشپړ ډول ونیسي، یو شمېر وسله وال، چې په دغه ښار کې د ایران قونسلګري ورمعلومه وه، پر قونسلګري برید وکړ او ایراني دیپلوماتان یې سمدستي ووژل.

که څه هم ایران د شمال ټلوالې ملاتړ کاوه او له طالبانو سره یې دښمني پاللله خو دا قضیه تر ډېره په ۱۹۹۶ کې د کابل د نیولو په مهال د ملګروملتو پر دفتر حملې ته ورته وه چې طالبانو لا کابل په بشپړ ډول تر کنټرول لاندې راوستی نه و خو یو شمېر کسان د ملګروملتو دفتر ته ننوتل او پخوانی دولتمشر نجیب الله او د هغه ورور یې په خورا بې رحمۍ وواژه.

طالبانو نه د ایراني دیپلوماتانو او نه هم د نجیب الله د وژنې د عاملانو په اړه تراوسه څه ویلي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button