سیمه ییز خبرونه

ایران طالبانو ته؛ مننه چې د هلمند سیند اوبه مو راخوشي کړي دي

ایراني چارواکو له طالبانو مننه کړي چې د هلمند سیند اوبه یې ورخوشي کړي دي

د ایران او افغانستان تر منځ د هلمند سیند پر سر تاریخي لانجه روانه ده، ځکه ایران د افغانستان د وخت صدراعظم موسی شفیق سره پر کړي هوکړه قناعت نه لري او د زیاتو اوبو د ترلاسه کولو غوښتنه کوي.

د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د دغه وزارت سرپرست امیرخان متقي د افغانستان په چارو کې د ایران د ولسمشر له ځانګړي استازي حسن کاظمي قُمي سره لیدلي دي.

یاد وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه د دوه اړخیزو اړیکو ښه کول، د ایران حق‌ابې تامین ترڅنګ، سیمه‌ییز پرمختګونه د دې لیدنې د بحث وړ موضوعات بلل شوي دي.

afghan (12)
امیرخان متقي او ورسره ایراني پلاوی

له امیرخان متقي د ایران د ځانګړي استازي مننه

حسن کاظمي قُمي په دې لیدنه کې د هلمند له سیند څخه ایران ته د اوبو د خوشې‌کولو او د سیمې د پرمختګونو په اړه د سرپرست حکومت له دریځ څخه مننه کړې.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیااحمد تکل ویلي: «ښاغلي قُمي سیستان ته د هلمند سیند داوبو پر وړاندې د پرتو خنډونو د لیرې کولو په اړه خوښي څرګنده کړه او اوبه یې د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا یو مهم عامل وباله او هیله یې څرګنده کړه چې د اوبو جریان به دوام ومومي.»

نور ولولئ: طالبان وايي، موږ له ایران اوبه نه دي راګرځولي بلکې د هلمند سیند اوبه نه لري

نور ولولئ: د ایران او افغانستان د اوبو جنجال؛ ایران وايي، چې هلمند سیند کې له خپلې حق‌ابې نه تېريږي

بل‌خوا یو‌شمېر کارپوهان په دې باور دي چې ایران او افغانستان د خپل بهرني سیاست د اړتیاوو لپاره د دوه اړخیزو اړیکو پیاوړتیا ته اړتیا لري او په همدې موخه دواړه لوري له یو بل سره د اړیکو د ښه کولو په لټه کې دي.

نړیوال سیاست کې د طالبانو له لوري د ایران ټاکل

د نړیوالو اړیکو کارپوه محمود اضطرابي وویل: «ډېری هېوادونه دامهال د یوه بلوک د جوړولو په حال کې دي، څو په یوه ځواک بدل شي، امارت هم له دې امله چې له متزلزل او بې‌برخلیک وضعیت څخه ووځي، ایران یې انتخاب کړی او ایران ته د حق‌ابې برابرولو لپاره چې تېرو دوو کلونو کې هېڅ دې ته اماده نه‌و چې اوبه ورکړي، اوس یې شین څراغ ورته ښودلی.»

afghan (9)
هلمند سیند

د چارو کارپوهان بیا د حق‌ابې په اړه ستونزې او په تېره د کابل او تهران په اړیکو کې د وچکالي په څېر نازکو قضیو ته په اشارې سره د دغو ستونزو پر بنسټ‌ییزو حل‌لارو ټينګار کوي.

د نړیوالو اړیکو کارپوه ضیاحسیني وايي: «هیله‌مند یو چې ایران کې تخنیکي ټیمونه د اوبو مسله په یوه سیاسي مسله بدله نه‌کړي او د افغانستان اقلیمي وضعیت ته په کتو د اوبو اندازه له تخنیکي پلوه وګوري، څو سیاسي ستونزې رامنځته نه‌شي.»

که څه هم ایران یو له هغو هېوادونو دی چې له سرپرست حکومت سره څه ناڅه ښې اړیکې لري، خو د حق‌ابې په څېر مسلې له امله وخت ناوخت د دواړو هېوادونو ترمنځ دوه اړخیزې اړیکې ستونزمنوي.

باید وویل شي چې یکشنبه، د غويي پر دویمه نېټه، ایراني رسنیو د هلمند له سیند څخه دغه هېواد ته د اوبو د ورخوشې کېدو خبر ورکړ.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button