کورني خبرونه

ملا برادر هلمند ته تللی او د کجکي له بنده یې لیدنه کړې

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا برادر اخوند هلمند کې د کجکي له لوی بند له نږدې لیدنه کړې ده

هاخوا پرون په ټولنیزه میډیا کې ځینې ویډیو خپرې شوې چې له ۹ کلونو وروسته د کجکي بند له اوبو ډک او په پرچاوه یې اوبه واوښتې.

خو نن د طالبانو د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند هلمند ولایت ته د سفر پر مهال له کجکي بند څخه لیدنه وکړه.

د کجکي بند پروژې له کارونو ستاینه

د نوموړي مطبوعاتي دفتر ویلي، چې ملا برادر د کجکي بند پروژې د مسولینو د ترسره شوو چارو ستاینه وکړه او هغوی ته یې د کارونو د لا ښه ‌والي په موخه ځينې سپارښتنې وکړې.

نوموړي د کجکي بند پروژه ملي او حیاتي بللې او په دې برخه کې د رامنځته شویو نوښتونو له امله یې د مسولینو د هڅو قدردانی کړې ده.

نور ولولئ: ملابرادر:تېر یو کال کې اسلامي امارت هېوادوالو ته هیڅ یو قانع کوونکی کار نه دی کړی

نور ولولئ: هېواد کې د ملي تدارکاتو کمېسیون له لوري د ۲۵ پروژو منظوري

ملا عبدالغني برادر اخوند ویلي، چې وچکالۍ او په بندونو کې د اوبو کمښت له امله د برېښنا تولید کچه هم راټیټه شوې وه، خو سږ کال په هېواد کې د پرېمانه اورښتونو له امله د اوبو کچه لوړه شوې او د کجکي بند په څېر زیاتره بندونه له اوبو ډک شوي دي.

kajaki (1)
کجکي بند

هغه زیاته کړې: له دې سره به په روان کې کال د کرنې برخه وده وکړي او هم به په هېواد کې دننه د برېښنا د تولید کچه لوړه شي.

د کجکي بند له لویو بندونو یو دی

د یادونې وړ ده، چې د کجکي بند د هېواد په کچه یو له لویو بندونو څخه دی، چې د هلمند ولایت په کجکي ولسوالۍ کې د هلمند پر سیند د موسمي سېلابونو د کنټرول، کرنیزو ځمکو خړوبولو او برېښنا د تولید په موخه جوړ شوی دی.

طالب چارواکي او له هغې ډلې ملا برادر اخوند وخت پر وخت د اوبو او برېښنا له هغو بندونو چې د جمهوري نظام پر مهال یې چارې پیل شوې وې، لیدنې کوي چې منتقدان یې له دغو پروژو په خپله ګټه د طالب مقاماتو تبلیغاتي استفاده بولي.

د طالبانو یو شمېر ستایونکي بیا د ورته پروژو د چارو د دوام لپاره د واکمن رژیم هڅې د پام وړ یادوي.

پر دې سربېره طالبانو د لویو جادو او سړکونو د جوړولو تر څنګ نور کارونه هم پیل کړي چې خلک یې ستاینه کوي، خو ورته وخت کې له طالبانو غواړي چې کیفیت ته هم پام وکړي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button