سیمه
رجحان

ایران: له افغانستان سره د ختیځې پولې د کنټرول په موخه ۱۸ مخابراتي ټاورونه جوړو

د ایران مذهبي او نورو پولیسو په دې وروستیو په ایران کې د افغان کډوالو ځورول، نیول، ربړول او ناسم چلند زیات کړی دی.

ایران هڅه کوي چې د افغان کډوالو د ور اوښتو مخینوی وکړي او تر څنګ یې له داعش ګواښونو ایران هم خوندي کړي.

د خراسان رضوي د سرحدي ساتونکو قوماندان مجید شجاع ویلي، چې ایران به د افغانستان سره د هېواد ختیځې پولې د “ځیرک” کولو لپاره ۱۸ مخابراتي برجونه جوړ کړي.

 دغه رادار به پرمختللي وي

ښاغلي شجاع وویل، چې دا برجونه به د رادار تجهیزاتو او پرمختللي دوربینونه ولري، چې د پراخ لید ظرفیت به ولري.

مجيد شجاع زياته کړه ،چې د دغې پروژې په لومړي پړاو کې به د خراسان – رضوي په سرحدي سيمه کې ١٨ مخابراتي برجونه جوړ شي.

دغه ایراني چارواکي وویل: «د پولې د بندولو په پلان کې د څلورو مترو په لوړوالي د یو دېوال جوړول، په دېوال باندې د یو نیم مترو په اوږدوالي د اغزن تار لګول، د سړک جوړول، د حرکت سینسرونه او د ځیرکتیا شامله ده.»

هغه د ایران او افغانستان د پولې د بندولو د پلان په دوام باندې په ټینګار سره وویل، د روان هجري لمریز کال له پیله تراوسه د ډېپلوماټیکو اړیکو په چوکاټ کې ۸۸ سرحدي غونډې ترسره شوې دي.

ددې پروژې د بشپړېدو موده

د ایران د شمال ختیځو پولو د تړلو پلان په ۱۴۰۳ هجري لمریز کال کې د غویي په میاشت کې پیل شو او ټاکل شوې چې په درېیو کلونو کې عملي شي.

د دې پروژې د عملي کولو لپاره د ایران د وسله والو ځواکونو عمومي قوماندان ته درې میلیارده ډالره ورکړل شوي دي.

دا هم ولولئ:  ایران له افغانستانه د صنعتي نشه‌يي توکو قاچاق ډېرېدلو اندېښمن کړی

د ایران او افغانستان د پولو د بندولو یو له مهمو هدفونو څخه د خلکو د ناقانونه ننوتلو، د وسلو او مخدره موادو د قاچاق مخنیوی په ګوته شوی دی.

خو پر دې سربېره، په ایران کې د افغان کډوالو ځورول، نیول او ربړول لا هم دوام لري. 

له دې وړاندې له ایرانه یوه افغان څېړونکي د حجاب د نه مراعتولو په تور وویستل شوه. دغه افغانې په ایران کې د اوسېدو ټول قانوني اسناد درلودل، خو دغه ټول اسناد ترې واخیستل شول او له ایرانه وشړل شوه.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button