سیمه

ایران له افغانستان سره پر پوله ۱۰۰ کیلومتره دیوال جوړ کړی

د ایران لوی درستیز وايي، له افغانستان سره د ایران په پوله کې تراوسه ۱۰۰ کیلومتره دېوال جوړ شوی او لا یې هم کارونه چټک روان دي.

د ایران د اسلامي جمهوریت د وسلوالو ځواکونو لوی درستیز محمد باقري، اعلان کړی چې د ایران او افغانستان ترمنځ په رضوي خراسان ولایت کې د سرحدي دیوال ۱۰۰ کیلومتره جوړ شوی دی.

هغه پرون (جمعه) سیمې ته د سفر په لړ کې وویل، د ایران او افغانستان ترمنځ د سرحدي دیوال په جوړولو کې له برېښنایي تجهیزاتو او بشپړ ځیرک سیسټم څخه کار اخیستل کېږي.

د ایران د دولتي خبري آژانس ایرنا د راپور له مخې، محمد باقري د سرحدي دیوال د جوړېدو چارو د لیدو لپاره د افغانستان او ایران ترمنځ دې ساحې ته تللی و.

هغه ویلي چې د دې پروژې بېلابېل مراحل د ایران او افغانستان جغرافیایي مشخصاتو ته په پام عملي کېږي.

محمد باقري همداراز د ایران او افغانستان پر سرحد د «برجونو او سرحدي پوستو د ځای پر ځای کولو» خبر ورکړی دی.

نوموړی وايي چې د دیوال جوړېدا د سیمې د دوامدار امنیت په ټینګښت کې مهم رول لري او د نشه يي موادو، ځینو ممنوعه توکو، او د افغان وګړو د غیرقانوني تګ راتګ په کمولو کې د پام وړ اغېز لري.

ایران غواړي له پاکستان سره په خپله پوله کې هم دېوال جوړ کړي.

مخکې ځینو نورو ایراني چارواکو ویلي و، په هغو برخو کې چې دېوال جوړ شوی دی، ایران ته د افغان کډوالو د اوښتو مخه نیول شوې ده.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button