ایران ملاحسن اخوند ته د ایران د پخواني مشر د جنازې په مراسمو کې د ګډون بلنه ورکړه

ملاحسن اخوند ته د ایران بنله؛ په کابل کې د ایران سفیر، عليرضا بیکدلي، د ایران د حکومت له لوري د اسلامي امارت رئیسالوزرا ملا حسن اخوند او مل پلاوي ته رسمي بلنه سپارلې چې د ایران د پخواني مشر علي خامنهيي د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړي.
د ارګ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې یاد بلنلیک د رئیسالوزرا د دفتر له مشر مولوي عبدالواسع سره د ایران د سفیر د لیدنې پر مهال سپارل شوی دی. په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو د اړیکو، سیمهییزو تحولاتو او د متقابلو همکاریو پر پراختیا هم خبرې شوې دي.
ملاحسن اخوند ته د ایران بلنه، د افغانستان او ایران اړیکې
د وروستیو کلونو په ترڅ کې د افغانستان او ایران اړیکو د سیاسي، اقتصادي او امنیتي همکاریو په برخو کې پراختیا موندلې ده. که څه هم تهران لا هم د اسلامي امارت حکومت په رسمي ډول په رسمیت نه دی پېژندلی، خو په کابل کې یې خپل سفارت فعال ساتلی او له افغان چارواکو سره یې اړیکې دوام لري.
ایراني چارواکي وایي چې د افغانستان او ایران ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړه د پام وړ زیاته شوې او دواړه هېوادونه د اقتصادي همکاریو د لا پراختیا لپاره هڅې کوي.
ملاحسن اخوند ته د ایران بلنه، د رسمیت پېژندنې اټکلونه
په دې وروستیو کې داسې اټکلونه هم مطرح شوي چې ایران ښایي په راتلونکې کې د اسلامي امارت حکومت په رسمي ډول په رسمیت وپېژني، خو تر اوسه په دې اړه کومه رسمي پرېکړه نه ده اعلان شوې.
بلخوا، د دواړو هېوادونو ترمنځ امنیتي همکارۍ هم د بحث مهمه برخه بلل کېږي، او ایراني چارواکو څو ځله په افغانستان کې د امنیتي وضعیت د ښه کېدو او د افراطي ډلو د فعالیتونو د محدودېدو یادونه کړې ده. ملاحسن اخوند ته د ایران بلنه
د جنازې مراسم
د راپورونو له مخې، د ایران د پخواني مشر علي خامنهيي د جنازې مراسم به د روانې سرطان میاشتې له ۳مې تر ۱۸مې نېټې پورې په تهران، قم او مشهد ښارونو کې ترسره شي.
ټاکل شوې ده چې د نوموړي وروستي تدفین مراسم د سرطان په ۱۸مه په مشهد ښار کې د امام رضا (ع) زیارت ته څېرمه ترسره شي.



