ایران: ناقانونه افغان کډوال باید د چنګاښ له ۱۵مې وروسته ایران ترک کړي

اړوند خبرونه:
عباس عراقچي: د افغان کډوالو د ستنېدو بهير به تدريجي وي
علیرضا بیګدلي: ایران کې افغان کډوال د دې هېواد په اقتصادي پرمختګ کې مهم رول لري
ملګري ملتونه: تېرو ۲ورځو کې نږدې ۹زره افغان کډوال له پاکستانه ایستل شوي
ایراني چارواکو اعلان کړی، چې د افغان کډوالو د سرشمېرنې ټول فورمونه باطل شوي دي او هغه کډوال چې قانوني اسناد نلري باید د چنګاښ تر ۱۵مه پورې له ایران څخه ووځي.
د ایران د کورنیو چارو وزارت د کډوالو او بهرنیو اتباعو د چارو د مرکز مشر نادر یاراحمدي اعلان کړی چې د افغان کډوالو د سرشمېرنې اسناد نور اعتبار نلري او د دې اسنادو لرونکي کسان د ناقانوني کډوالو په لیست کې شامل شوي دي.
هغه زیاته کړه چې د کډوالو یوازې شپږ ځانګړې ډلې چې د لنډمهاله کارتونو ترلاسه کولو وړ دي د پاتې کېدو اجازه لري، او نور باید د چاګاښ ۱۵مه پورې له ایران څخه ووځي.
د ایراني چارواکو په وینا، دا مهال په ایران کې شاوخوا ۶.۱ میلیونه افغان کډوال شتون لري، چې له دې ډلې څخه ۴.۱ میلیونه یې قانوني استوګنه نه لري.
یارحمدي دا خبرداری هم ورکړی چې په راتلونکي تعلیمي کال کې، هغه زدهکونکي چې سرپرست یې یوازې د سرشمېرنې فورمه لري، په ښوونځیو کې به له شاملېدو څخه منع شي.
دا پریکړه په داسې حال کې وشوه چې د ایران په پولو کې د کډوالۍ فشارونه زیات شوي او د نویو محدودیتونو سره سره، د افغان کډوالو ایستل هم زیات شوی دی.