سیمه ییز خبرونه

ایران په افغانستان کې ټولشموله حکومت د حل لار بولي

ایران په افغانستان کې ټولګډونه حکومت د کړکېچ حل لاره بولي خو طالبان بیا د نظام څرنګوالی خپل کار بولي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهيان په افغانستان کې د روان کړکېچ حل لاره د ټولو قومونو په ګډون د یوه ټولشموله حکومت جوړول بللي دي.

ایران یو له هغو هېوادونو دی چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته خپل سفارت پرانیستی او د طالبانو له حکومت سره نږدې اړيکي پالي.

خو د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد له بي بي سي پښتو سره په خبرو کې وویل حکومت يې ټولګډونی دی او په وينا يې “د افغانستان دننه نظام جوړول او يا د نظام څرنګوالی د افغانانو کار دی او دا په نورو هېوادونو پورې هېڅ ارتباط نه لري.”

نور ولولئ: شانګهای همکاریو سازمان کې پر ټولګډونه حکومت ټینګار وشو

ښاغلي عبداللهیان د ناپېيلو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې چې د اذربايجان پلازمېنه باکو کې جوړه شوې وه وویل، افغانستان له څو لسیزو راهیسې له بې ثباتۍ او کړکېچ څخه کړېږي.

نوموړي په ایران کې مېشت افغان کډوالو ته په اشارې سره زیاته کړه، “هېواد یې د میلیونونو کډوالو د کوربتوب ترڅنګ په افغانستان کې د بشري وضعیت د ښه والي لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

په نورو کنفرانسونو کې هم همدا غوښتنه شوې

د روانې اوونۍ د سې شنبې په ورځ د شانګهای د همکارۍ سازمان د مشرانو غونډه کې هم په افغانستان کې د یوه ټولګډوني حکومت پر جوړولو ټینګار وشو.

د غونډې برخه والو په افغانستان کې د ټولګډوني حکومت د جوړولو پر اړتیا ټینګار وکړ چې د ټولو قومونو، مذهبونو او سیاسي ډلو استازیتوب وکړي.

وړاندې هم د ایران د بهرنیو چارو وزیر ویلي وو هېواد یې تر هغه د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني چې ټولګډونی حکومت يې نه وي جوړ کړی.

عبداللهیان ټينګار کړی و چې افغانستان کې د ټولګډوني حکومت له نشتوالي ناخوښه دي او وايي دا ناخوښي یې طالب چارواکو ته په ډاګه کړې ده.

طالبان خپل حکومت ټولګډونه بولي

د افغانستان د ګاونډيو په ګډون د سیمې هېوادونه او نړیواله ټولنه له طالبانو غواړي چې حکومت کې نورو ته هم برخه ورکړي. خو طالب چارواکي تل وايي حکومت يې ټولګډونی دی.

د ښاغلي مجاهد په وينا. “هغه هېوادونه چې د افغانستان سره تعامل غواړي او له افغانستان سره په ښېګڼه، امنيت او ثبات کې مرسته کوي، هغوی بايد دا هم په نظر کې ولري چې د افغانستان په کورنيو چارو کې مداخله ونکړي.”

نوموړي زياته کړه، “زموږ غوښتنه دا ده چې هېوادونه بايد د افغانستان په کورنيو مسايلو کې مداخله ونکړي، بلکې پر هغو مسايلو فوکس وکړي چې د دواړو هېوادونو تر منځ روابط ښه کولی شي.”

امیر عبداللهیان د ناپېیلو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې د خپلې وینا په یوه برخه کې د افغانستان د کنګل شويو پيسو د ازادولو غوښتنه هم وکړه.

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته د افغانستان د میلیاردونو ډالرو شتمني په بهرنیو هېوادونو کې کنګل شوې ده.

د طالبانو حکومت تل د دغو سرچینو د خلاصون غوښتنه کوي.

د ناپېیلي هېوادونو ټولنه له شاوخوا ۱۲۰ هېوادونو جوړه ده چې په ۱۹۵۰ لسیزه کې د سړې جګړې پر مهال د هغو هېوادونو د مشرانو لخوا رامنځته شو چې نه یې غوښتل پر هېڅ زبرځواک، لکه امریکا او شوروي اتحاد تکیه وکړي.

افغانستان هم د دغه سازمان دایمي غړی دی.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button