ایران: په هرمز تنګي کې درې تېللېږدوونکو بېړیو اور اخیستی

د ایران سپاه پاسداران وايي، په هرمز تنګي کې د امریکا تر هوايي ملاتړ لاندې درې تېللېږدوونکو بېړیو د سمندري ماینونو له امله اور اخیستی دی.
د ایران سپاه پاسداران وايي، تېره شپه په هرمز تنګي کې درې تېللېږدوونکې بېړۍ چې د امریکا په هوايي ملاتړ روانې وې، له سمندري ماینونو سره تر ټکر وروسته سوځېدلې دي.
الجزیرې د ایران د سپاه پاسداران د سمندري ځواک په حواله راپور ورکړی چې له ماینونو سره د دغو بېړیو تر ټکر وروسته زورورې چاودنې شوې او اور لګېدلی دی.
په هرمز تنګي کې د بېړیو په اړه د ایران څرګندونې
د سپاه پاسداران سمندري ځواک په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې له دغو بېړیو یوه د تنګي سویلي ساحل ته نږدې او دوې نورې یې په ختیځه برخه کې پر سمندري ماینونو وربرابرې شوې دي.
سرچینې ویلي، دغو بېړیو د امریکا له پراخ پوځي هوايي ملاتړ سره سره ځانونه له چاودنو خوندي نه شول ساتلای.
سپاه پاسداران د بېړیو مالکانو، کپټانانو او سمندري ترانسپورټي شرکتونو ته خبرداری ورکړی چې د امریکا پوځي ملاتړ هغوی د ایران له خوا له ټاکل شویو سمندري مقرراتو نه معاف کوي.
د امریکا د سمندري محاصرې په اړه د ایران غبرګون
په ورته مهال، د ایران د بهرنیو چارو وزارت د امریکا له خوا د دغه هېواد د بندرونو سمندري محاصره تېری بللی دی.
دغه وزارت ویلي چې ایران به د یادې محاصرې د مخنیوي لپاره له ټولو شته امکاناتو کار واخلي.
د امریکا پوځ تر اوسه د سپاه پاسداران د څرګندونو په اړه غبرګون نه دی ښودلی او دغه پېښې هم په خپلواکه توګه نه دي تایید شوې.
د بېړیو د هویت، اوښتي زیان او مرګژوبلې په اړه هم معلومات نه دي خپاره شوي.
په هرمز تنګي کې روان کړکېچ د سمندري تګ راتګ لپاره ستونزې رامنځته کړې دي. دغه تنګی د نړۍ د تېلو او طبیعي ګازو د لېږد له مهمو سمندري لارو څخه دی او د نړیوالې انرژۍ په سوداګرۍ کې ځانګړی اهمیت لري.



