افغان کډوال

ایران کې افغان کډوال؛ اقتصادي فشارونو او جبري ایستلو د افغانانو ستونزې زیاتې کړې

ایران کې افغان کډوال له پراخو اقتصادي، امنیتي او ټولنیزو ستونزو سره مخ دي. د کډوالۍ د ګډ مرکز په تازه راپور کې راغلي، چې ګڼ افغانان په ایران کې د سخت ژوند، نیونو او جبري ایستلو له امله له نامعلوم برخلیک سره مخامخ شوي دي.

دغه راپور د ایران په بېلابېلو ښارونو کې له افغان او پاکستاني کډوالو سره د مرکو او ساحوي معلوماتو پر بنسټ چمتو شوی دی.

ایران کې افغان کډوال د سختو شرایطو شکایت کوي

د راپور له مخې، ډېری افغان کډوال وایي چې په ایران کې د کار فرصتونه کم شوي او د استوګنې، خوراک او روغتیايي خدماتو ترلاسه کول ورځ تر بلې ستونزمن کېږي.

راپور زیاتوي، یو شمېر افغانان په تهران، مشهد او زاهدان ښارونو کې د قاچاقبرو د پیدا کولو هڅه کوي، څو ترکیې او وروسته اروپايي هېوادونو ته د تګ لاره ومومي. ایران کې افغان کډوال

د معلوماتو له مخې، ګڼو کډوالو د پولیسو له چلند، نیونو او د قانوني اسنادو د نشتوالي له امله هم اندېښنې څرګندې کړې دي.

جبري ایستل او ناامن وضعیت د کډوالو اندېښنې زیاتې کړې

راپور وایي، ایران کې افغان کډوال د تاوتریخوالي، فشارونو او نامعلوم راتلونکي له امله له سخت رواني او اقتصادي وضعیت سره مخ دي.

ځینې کډوال ایران د خپل سفر تر ټولو ستونزمن پړاو بولي او وایي چې د دوامدار فشار له امله اړ کېږي د انساني قاچاق پر خطرناکو لارو سفر وکړي.

دا هم ولولئ:  ایران او پاکستان په اوو ورځو کې له ۱۷ زره ډېر افغان کډوال جبري ایستلي

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو میاشتو کې هره ورځ سلګونه افغانان له ایران څخه افغانستان ته ایستل کېږي او زرګونه نور بیا د اسنادو د نشتوالي له امله له قانوني ستونزو سره مخ دي.

نړیوالو بنسټونو د مرستو پر زیاتېدو ټینګار کړی

د کډوالۍ اړوند یو شمېر بنسټونو خبرداری ورکړی، که له افغان کډوالو سره بشري او اقتصادي مرستې زیاتې نه شي، د هغوی وضعیت به لا پسې خراب شي.

شنونکي وایي، د ایران او پاکستان له لوري د افغان کډوالو د ایستلو دوام کولای شي د افغانستان پر اقتصادي او بشري وضعیت هم مستقیم اغېز وکړي.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button