ایران کې بندیانو لومړی زندان ته اور اچولی او وروسته تښتېدلي دي
اړوند خبرونه:
جرمني وايي، په پاکستان کې د افغان کډوالو حالت ډېر خراب شوی
اسلام اباد: دا ځل به د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ په پراخه کچه پیل شي
منظور پشتین: ایران کې له افغان کډوالو سره نامناسب چلند غندو
د ایران د بشري حقونو سازمان ویلي، چې یو شمېر بندیانو د کرمانشاه ولایت یوه زندان ته اور اچولی او تښتېدلي دي.
تراوسه د تښتېدلو زندانیانو دقیق شمېر نه دی په ډاګه شوی.
د کرمانشاه ولایتي مسوولینو د دې پېښې په تړاو پلټنې پیل کړي.
دغه راز د یوه بل خبر له مخې بیا د ایران مازندران ولایت کې د ساري ولسوالۍ د پولیسو قومندان، عبدالله حسن زاده ویلي، د دغه هېواد امنیتي ځواکونو ۵۲۰ ناقانونه کډوال نیولي دي.
د ایراني رسنیو د راپور له مخې، حسن زاده له ایراني وګړو غوښتي چې په هر راز دندو کې د ناقانونه کډوالو له ګومارنې ډډه وکړي.
ایران کې ډېری کډوال افغانان دي او په دې وروستیو کې هلته له سخت بد وضعیت سره مخ دي.