افغان کډوال

ایران کې د ۱۳ کلن افغان قتل؛ د کورنۍ د عدالت غوښتنې کیسه

ایران کې د ۱۳ کلن افغان قتل د تهران ولایت د رودهن په ښار کې هغه مهال رامنځته شوی چې د یوه پخواني افغان نظامي چارواکي ۱۳ کلن زوی له کاره د کور پر لور د ستنېدو پر مهال تښتول شوی او وروسته یې جسد په یوه متروکه ودانۍ کې موندل شوی دی.

د ماشوم پلار، چې په راپور کې یې نوم مستعار ښودل شوی، وايي د عدلي طب معاینې ښودلې چې د هغه زوی د سختو ګوزارونو له امله د سر او دماغ له ټپونو وژل شوی دی.

ماشوم څنګه تښتول شوی؟

د پلار په وینا، احمد د ۱۴۰۵ کال د ثور پر ۱۳مه له کاره د کور پر لور روان و، خو تر کوره ونه رسېد. کورنۍ یې تر سهاره د هغه په لټه کې وه او وروسته یې د ورکېدو خبر پولیسو ته ورکړ.

د هغه په خبره، پولیسو د امنیتي کمرې له ثبتونو څخه موندلې چې یو ۱۸ کلن ایرانی ځوان پر موټرسایکل د احمد تعقیب کړی او د کوڅې په سر کې یې په زور له ځان سره بیولی دی.

څو ساعته وروسته د احمد جسد د رودهن ښار په یوه متروکه ودانۍ ته څېرمه وموندل شو.

د عدلي طب موندنې

د ماشوم پلار وايي، د عدلي طب په معاینه کې د هغه د مړینې لامل د سخت شي د لګېدو له امله د دماغ ټپونه او د کوپړۍ ماتېدل ښودل شوي دي.

د هغه په وینا، پولیسو شکمن کس د احمد له تښتونې ۱۷ ورځې وروسته نیولی او دوسیه یې اوس د تهران په محکمه کې تر څېړنې لاندې ده.

تر اوسه د پېښې اصلي انګېزه کورنۍ ته روښانه نه ده. د پلار په خبره، شکمن کس په لومړنیو اعترافاتو کې ویلي چې احمد یې «له ناپوهۍ او نادانۍ» وژلی، خو د ماشوم پلار دا څرګندونې قانع کوونکې نه ګڼي.

احمد د کورنۍ د لګښتونو لپاره کار کاوه

احمد یوازې یو کال په افغانستان کې ښوونځي ته تللی و. کله چې کورنۍ یې ایران ته کډواله شوه، د قانوني اسنادو د نشتوالي له امله یې زده کړې ونه شوای دوام کولی.

هغه د کورنۍ د لګښتونو د برابرولو لپاره په یوه خوراکي هټۍ کې کار کاوه. د پلار په وینا، احمد له سهار ۱۰ بجو تر شپې ۱۰ بجو کار کاوه او میاشتنی معاش یې څلور میلیونه ایراني تومان و. ایران کې د ۱۳ کلن افغان قتل

پلار یې وايي، زوی یې له شخړو او تاوتریخوالي سره مینه نه درلوده او غوښتل یې د کور په لګښتونو کې له خپلې کورنۍ سره مرسته وکړي.

د ماشوم له وژنې وروسته د کورنۍ ګواښونه

د ایران کې د ۱۳ کلن افغان قتل قضیه یوازې د ماشوم په وژلو نه ده پای ته رسېدلې. د هغه پلار وايي، د شکمن کس له نیول کېدو وروسته د نوموړي د کورنۍ غړو پر دوی فشار راوړی چې له خپلې دعوې تېر شي. ایران کې د ۱۳ کلن افغان قتل

د پلار په وینا، هغوی ګواښ کړی چې که رضایت ورنه کړي، د هغه نورو اولادونو او د کورنۍ غړو ته به هم زیان ورسوي.

هغه وايي، په تېرو درېیو میاشتو کې یې څلور ځله د اوسېدو ځای بدل کړی، خو هر ځل یې نوی ځای موندل شوی دی. نوموړي ادعا کړې چې د دغو ګواښونو په اړه یې پولیسو ته څو ځله شکایت کړی، خو د کورنۍ د امنیت لپاره یې جدي اقدام نه دی شوی. ایران کې د ۱۳ کلن افغان قتل

پخوانی افغان نظامي اوس د خپلې کورنۍ امنیت ته اندېښمن دی

د ماشوم پلار ۴۴ کلن دی او د افغانستان د پخواني حکومت پر مهال یې شاوخوا ۱۵ کاله د ملي اردو د ماین‌پاکۍ په برخه کې کار کړی و. هغه د ۲۰۹ شاهین قول اردو د ځانګړې قطعې غړی هم پاتې شوی دی. ایران کې د ۱۳ کلن افغان قتل

د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د جمهوري نظام له سقوط وروسته، نوموړی له خپلې کورنۍ سره په قاچاقي ډول ایران ته تللی او وايي، شاوخوا پنځه کاله کېږي چې هلته له قانوني اقامې پرته ژوند کوي.

هغه وايي، د اقامې د اسنادو نشتوالي، اقتصادي ستونزو او د نیول کېدو له وېرې یې د کورنۍ ژوند له سختو ستونزو سره مخ دی او اولادونه یې هم د اسنادو د نشتوالي له امله ښوونځي ته نه شي تللی. ایران کې د ۱۳ کلن افغان قتل

د خوندي ځای غوښتنه

د احمد پلار وايي، له څو بنسټونو یې د مرستې غوښتنه کړې، خو تر اوسه یې کومه عملي مرسته نه ده ترلاسه کړې.

نوموړی وايي، اوس یې تر ټولو لویه اندېښنه د خپلو پاتې اولادونو امنیت دی او له اړوندو ادارو او د پخوانیو افغان نظامیانو له ملاتړو بنسټونو غواړي چې هغه او کورنۍ یې خوندي ځای ته ولېږدوي. ایران کې د ۱۳ کلن افغان قتل

د ایران کې د ۱۳ کلن افغان قتل په قضیه کې د پلار په وینا، محکمه دې د قانون له مخې د ماشوم د وژنې په اړه پرېکړه وکړي؛ خو د ده لپاره تر ټولو مهمه موضوع دا ده چې د کورنۍ پاتې غړي یې خوندي پاتې شي.

یادونه: د امنیتي حساسیت له امله د ماشوم او د هغه د پلار نومونه په راپور کې مستعار کارول شوي دي.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button