سیمه

ایران: ۵۷۴ افغان بندیان به کابل ته وسپاري

ایراني چارواکو ویلي، ۵۷۴ افغان بندیان به طالبانو ته وسپاري

د ایران لوی څارنوال وایي، چې ټول ټال د اتو زرو په شاوخوا کې د بهرنیو بندیانو له ډلې څخه به ۵۷۴ یې راتلونکې میاشت افغانستان ته واستول شي.

د ایران د دولتي خبري اژانس اېرنا د راپور له مخې، د هغه هېواد لوی څارنوال محمد موحدي ازاد ویلي، د ایران په زندانونو کې له بهرنیو بندیانو څخه نه یوازې دا چې دغه هېواد ته ګټه نه رسېږي؛ بلکې پر هغوی د دولت زیات لګښت هم کېږي.

نوموړي په خبره، باید د دغو بندیانو شمېر را کم شي.

افغان بندیان د ایران پر اقتصاد بوج

ښاغلي موحدي ازاد وویل:« د دې لپاره اسانه او ارزانه لاره دا ده، چې هغوی باید خپلو هېوادونو ته ولېږل شي او د ایران پر حکومت دغه اقتصادي بوج نور را کم شي.»

د ایران لوی څارنوال په دې برخه کې د هغې کمېټې یادونه هم وکړه، چې خپلو هېوادونو ته د بهرنیو بندیانو د لېږد مسوولیت لري.

نور ولولئ: ایرانی قوماندان: افغانستان او پاکستان سره سرحد حتماً تړو

نور ولولئ: ایران، پاکستان، چین او روسیې د افغانستان په اړه څلور اړخیزه ناسته وکړه

نوموړي په دې برخه کې د افغان بندیانو په اړه وویل:« دغه کمېټه باید په راتلونکې میاشت کې هغه ۵۷۴ افغان بندیان خپل هېواد ته واستوي، چې په اړه یې محکمې وروستۍ پرېکړه اعلان کړې وي.»

که څه هم چې د ایران لوی څارنوال د دغو بندي شویو افغانانو د بندي کېدو لاملونه نه دي په ډاګه کړي؛ خو تر ډېره په ایران کې افغانان د نشه‌یي توکو د قاچاقو او پر نورو جنایي جرمونو تورن دي، چې ډېر ځله د هغه هېواد په زندانونو کې د افغان بندیانو د اعدامولو خبرونه هم خپرېږي.

له طالبانو سره هوکړې ته رسېدل

د ایران د عدلیې وزیر امین حسین رحیمي بیا وایي، چې هېواد یې تېر کال له افغانستان سره دې هوکړې ته رسېدلی چې یو شمېر بندیان به خپل هېواد ته استوي او د هغوی د محکومیت پاتې موده به د خپل هېواد په زندانونو کې تېریږي.

ښاغلي رحیمي زیاته کړه:« تېر کال د ایران د قضاییه قوې د بشري حقونو د برخې پلاوی افغانستان ته تللی و او هلته له طالب چارواکو سره دې هوکړې ته رسېدلی و، چې یو شمېر هغه افغانان چې په جنایي جرمونو تورن دي خپل هېواد ته ستانه کړي.»

په ایران کې د زندانونو وضعیت تر ډېره اندېښمنونکی دی او د دغه هېواد په زندانونو کې د اعدامونو لړۍ هم روانه ده، چې دغو اعدامونو د بشري حقونو د بنسټونو نېوکې هم له ځان سره لرلې دي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button