ساینس او ټېکنالوژي

ایلان ماسک: د ډونالډ ټرمپ د مصنوعي ځیرکتیا لپاره بودجه نشته

اړوند خبرونه:

ایفون 16 به نن بازار ته وړاندې شي؛ په اړه یې څومره پوهېږی؟

د چین او اپل کمپنۍ اختلافات او د ایفون بازار رالوېدل

اپل کمپني د ایفون 17 ډیزاین د اوږدې مودې اپ کرېډ ژمنه وکړه

ایلان ماسک د ډونالډ ټرمپ له لوري د مصنوعي ذهانت د پراختیا د ۵۰۰ میلیارد ډالري پروژې په اړه شک څرګند کړ.

د ټیسلا او سپېس اېکس مشر وايي چې د دې ډول پروژې لپاره لازمه پانګه نه شته.

دا له هغو نادرو مواردو څخه ده چې ایلن مسک د متحدو ایالتونو د نوي ولسمشر څرګندونې رد کړې دي.

ایلن مسک، چې د نړۍ تر ټولو شتمن او د ټرمپ کلک متحد دی،، په دې وروستیو کې د امریکا د ولسمشر اصلي سلاکار ګومارل شوی دی.

ده د ولسمشرۍ د انتخاباتي کمپاینونو پر مهال د ټرمپ د بریالیتوب لپاره ۲۷۰ میلیون ډالر لګولي دي.

ډونالډ ټرمپ د سې‌شنبې په ورځ، (د سلواغې میاشتې په دویمه نېټه) د یوې درنې پانګونې لپاره د یوې موافقې خبر ورکړ چې موخه یې د مصنوعي ذهانت د پراختیا لپاره د زیربناوو جوړول دي. دا پروژه به د جاپاني شرکت “سافت بنک” او د “اوپن اې.آی.”، چې د چټ جي.پي.ټي جوړونکی دی، په مشرۍ ترسره شي.

د متحده ایالاتو ولسمشر ویلي و چې دغه نوی شرکت، چې “سټارګېټ” نومېږي، به لږ تر لږه ۵۰۰ میلیارد ډالر د امریکا د مصنوعي ذهانت په بنسټونو کې پانګونه وکړي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button