ټکنالوجيژوند

ایلان ماسک وايي ځینې وخت د دفتر کتابتون کې وېده کېږم

د ټوېټر څښتن ایلان ماسک له يوې رسنۍ سره په یوه ځانګړې مرکه کې د ټويټر خواله رسنۍ پر بېلا بېلو مسایلو خبرې کړې دي

دغه میلیاردر له يوې رسنۍ سره په ژوندۍ مرکه کې ویلي چې ځینې وخت د دفتر کتابون کې خوب کوي

ښاغلی ایلان ماسک زياتوي: “ځینې وخت د ټوېټر د مرکزي دفتر په اووم پوړ کې یوه کتابتون ته چې څوک نه ورځي، ورځم او خوب په کې کوم.”

وروسته له هغه چې ایلن ماسک ټوېټر وپېره چې ځینو کارکوونکو یې داسې انځورو خپاره کړي وو چې دفتر کې يې د خوب خونې جوړې کړې وې.

نوموړي د ټوېټر په مرکزي دفتر کې د زرګونو کارمنانو د لېرې کولو دفاع کړې او وايي چې دا کار یې د لګښتونو د کمولو لپاره کړی دی.

نور ولولئ: ایلان ماسک د ټویټر د مرغۍ شکل ابي لوګو د سپي شکل پر لوګو بدله کړه

نور ولولئ: ایلان ماسک یو ځل بیا د نړۍ ترټولو شتمن کس شو

نوموړي تیر کال ټوېټر په ۴۴ میلیارده ډالره وپېره خو وايي چې د دې شرکت اخیستل ورته ډېر سخت و.

ښاغلي ماسک ومنله چې دغه شرکت یې له مجبوریته اخیستی او د قاضي له پرېکړې نه شوای تېرېدای.

د دغه شرکت د پېرلو پرمهال، نوموړي هڅه کړې وه چې له اخیستو یې تېر شي خو خبره تر محکمې ورسېده.

نوموړي څو میاشتې وړاندې پر ټوېټر له یوې نظر پوښتنې وروسته ژمنه کړې وه چې دې شرکت ته به د ځان پر ځای بل څوک اجرایوي مشر ټاکي

نوموړي په دغه مرکه کې په ټوکو وویل چې سپی یې د ټوېټر اجرایوي مشري کوي.

په دې اوس وخت کې ایلان ماسک په ټويټر کې د دغه رسنۍ تر نورو کاروونکو ډېر تعقيبوونکي لري. ماسک مياشت مخکې له بارک اوباما وروسته او په دويم ځای کې و.

تېره اوونۍ خپل لوګو یانښه هم له ابي رنګه مرغۍ نه د سپي نښې ته بدله کړه. چې ګڼشمېر غبرګونونه يې راپارولي دي او د ځينو خلکو د ټوکو سريزه هم وګرځیده.

ایلان ماسک دا مهال د ميلياردرانو په لېست کې هم لومړی ځای لري.

د يادونې وړ ده چې ښاغلی ماسک په ډېر کم وخت کې د ډېرو پيسو څښتن شو.

ایلان ماسک د ټويټر له مشرۍ سره- سره د SpaceX او ټسلا کمپنيو مشر هم دی.

د يادونې وړ ده چې SpaceX کمپنۍ فضا ته تلونکي راکيټونه جوړوي او ټسلا کمپنۍ برقي موټرونه جوړوي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button