ساینس او ټېکنالوژي

ایلن مسک وايی، د ټویټر اوسنۍ لوګو بدلوي

تېره ورځ د ټویټر مالک ایلن مسک وویل چې د ټویټر اوسنی نښان به په (X) بدل کړي

وروسته له هغه چې مسک تېر کال ټوېټر په ۴۴ میلیارده ډالرو واخیست، دا د بدلونونو یو تازه اقدام دی چې هغه یې په دې شبکه کې رامنځته کوي.

ښاغلي مسک په څو پرله پسې ټویټونو کې وویل، پلان لري چې د دوشنبې په ورځ د ټویټر لوګو بدله کړي.

د روانې جولای میاشتې په پیل کې، مسک په ټویټر کې نوي مقررات پلي کړل او وویل چې د هغو پوسټونو شمیر محدودوي چې کارونکي یې په یوه ورځ کې لوستلی شي.

په ټویټر کې د حاسبونو حال

مسک ویلي چې تائید شوي حسابونه به په موقته توګه د ۶۰۰۰ پوسټونو، غیر تصدیق شوي حسابونه به ۶۰۰ پوسټونو او نوي غیر تصدیق شوي حسابونه به په ورځ کې تر ۳۰۰ پوسټونو په لوستلو پورې محدود شي.

نور ولولئ: ترېډز- انسټاګرام له ټویټر سره د سیالۍ لپاره نوی اپلیکشن

د ټویټر د مالک پدغه کړنه کاروونکو په پراخه کچه نیوکې کړي دي. منتقدین وايي چې د مسک کړنې ممکن په شبکه کې سوداګریز اعلانونه کم کړي او د یوې متحرکې شبکې په توګه به د هغې کلتوري نفوذ کمزوری کړي.

په ټویټر کې اجباري بدلونونه

مسک همداشان په ټویټر کې اجباري بدلونونه پلي کړل چې په کې د کارکوونکو د شمیر کمول او د شبکې د کارونکو څځه د حساب د تائید د علامیې یا نښې د ترلاسه کولو په بدل کې پیسې اخیستل شامل دي. د مسک دې عمل کاروونکي او د اعلاناتو شرکتونه له دې سترې ټولنیزې رسنۍ څخه ګوښه کړي دي.

مخکې له دې چې مسک ټویټر واخلي، یوازې وړ حسابونو لکه فعالین، ژورنالیستان او مشهوروشخصیتونو کولی شول د نیلي مرغۍ د تائید نښه ترلاسه کړي، خو مسک هغه د “خان او غریب” سیسټم بللی دی.

مسک څو ورځې وړاندې وویل چې د دې شبکې له پېرلو وروسته په تېر یو کال کې د ټویټر عواید چې تر ډېره له سوداګریزو اعلانونو ترلاسه کېږي نیمايي ته راټیټ شوي دي.

په ټویټر کې د اعلاناتو او پیغامونو د بیا راجلبولو لپاره په یو اقدام کې، مسک د می په میاشت کې د ان بي سي خبري شبکې اجرائیوي رئیسه لیندا یاکارینو د ټویټر شبکې د اجرائیوي رئیسې په توګه وګمارله.

دا په داسې حال کې ده چې ټویټر په ټولنیزو رسنیو کې مخکښه بلل کېږي، ځکه د نړۍ اکثره سیاسي څېرې پر تویټر زیات فعالیتونه کوي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button