ټکنالوجي

ایټالیا په ښوونځیو کې د جنسي زده کړو له تدریس ډډه کوي

ایټالیا یو له هغو نهو اروپايي هیوادونو څخه دی چې په ښوونځیو کې د جنسي زده کړه تدریس پکې جبری نه دی

کارپوهان وايي چې د چارواکو غفلت د ځوانانو ژوند له خطر سره مخامخ کوي.

له ۱۹۷۵م کال راهيسې د ایټالیا په ښوونځیو کي د جنسي زده کړو تدریس اجباري کېدلو ته زیاتې هڅي رواني دي، خو تراوسه هم دغه زده کړې په ملي کچه په تعلیمي نصاب کې نه دي شاملي شوې.

هر هغه وخت چې د ښوونځیو په تعلیمي نصاب کې د جنسي زده کړو موضوع راپورته کېږي د زده کړو چارې يې سیمه ییزو مسوولانو ته ور سپارل کېږي.

په اروپايي ټولنه کي ایټاليا یوازینی هیواد نه دی چي په دې برخه کې يې پرمختګ نه دی کړی، بلکې په بلغاریا، پولنډ، لیتوانیا، هنګري، رومانیا، سلواکیا،کرواسیا او اسپانیا کې هم په ښوونځیو کي ځوانانو ته دیادي موضوع په اړه دوامداره زده کړې نه ورکول کیږي.

هغه ځوانان، چي په انټرنیټ کي زده کړه کوي

د ايټاليا هېواد يو تن اوسېدونکی، پلايي په دې اړه اندېښنه لري چي ځوانان به د جنسي موضوعګانو په اړه د خپلو پوښتنو ځوابونه په انټرنټ کي وپلټي. د ده په خبره په انټرنټ کې پر دې سربېره چې د جنسي زده کړو او ساري جنسي ناروغیو په هکله نا کره او نیم ناکره  مالومات د ترلاسه کولو خطر شته، د دې ترڅنګ په انټرنټ کې د لوڅو فلمونو یا پورونو ګرافي بېلا بېل ډولونه هم شته دي.

پلايي زیاتوي:” سیکس په انټرنټ کې ډېر په تاوتریخجنه بڼه ښوول کېږي او اکثره وخت نژدا پرستانه یا پدوفيلي (ماشومانو ته جنسي تمایل) ماهیت لري. دا د جنسي زده کړو پرځای د ډېرې سرګیچۍ سبب کیږي او نورې ستونزې هم لري چې ځوانان ورسره لاس او ګریوان کیږي.”

نور ولولئ: استرالیا هڅه کوي د سایبري بریدونو په وړاندې خپله ټکنالوژي پیاوړې کړي

په ایټالیا او پاته نورې اروپا کې یو شمېر مقاربتي ناروغۍ لکه کلامیدیا او سیفلیس یوار بیا د زیاتوالي په حال کي دي.

ارواپوه او د ایټالیا د سیکسولوژۍ مرکز مشره ماریا کریستینا فلوریني په دې اند ده، چي ځوانانو ته باید د سیکس او روغتیا په اړه مالومات ورکړل شي، بلکې په دې اړه له هغو سره باید خبري اتري هم وشي.

هغه وايي:” ښوونکي باید د کال په اوږدو کې د جنسي زده کړو یاده موضوع مطرح کړي. دوی خپل زده کوونکي په ښه ډول پېژني او هر یو ته بېلا بېل لاسرسی لري.”

څېړني یوازي انتخاب شوي مالومات وړاندي کوي، خو عمومي څېړونو په ډاګه کړې ده چې جنسي زده کړي نه یوازي په ځوان کهول کي د سالم جنسي چلن په وده کې مرسته کوي، بلکې د سیکس او روغتیا په اړه هم د دوی په مالوماتو کي زیاتوالی راولي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button