سیمه ییز خبرونه

ایکسپریس ټریبیون: د ملا هیبت الله باوري کس او د کندهار والي د جنورۍ په ۳مه پاکستان ته سفر کوي

دغه رسنۍ لیکلي چې پاکستان به له یاد پلاوي سره د ټي ټي پي په اړه جدي مذاکرات وکړي

سیاسي شنونکي په دې اند دي چې د پاکستان او طالبان تر منځ د بې باورۍ فضا وروستۍ سرې کرښې ته نږدې شوې ده، ځکه پاکستان کې د ۲۰۲۳ کال بریدونه د پاکستاني پوځیانو لپاره تر ټولو خونړي او تباه کوونکي وو.

پاکستانۍ رسنۍ اېکسپرېس ټربیون لیکلي، چې د کندهار د والي ملا شیرین اخند په مشرۍ د طالبانو یو پلاوی به د جنورۍ په درېیمه پاکستان ته سفر وکړي؛ چې د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د زیاتېدونکي کړکېچ د کمولو لپاره نوې هڅې وکړي.

دغه لېدنه د دواړو خواوو د لوړپوړو چارواکو کچې لومړنۍ لیدنه ده.

پاکستان ولې خبرې ودرولي دي؟

پاکستان په اصل کې د افغان طالبانو له حکومت سره د لوړې کچې خبرې اترې د ټي‌ټي‌پي او هغې سره د تړلو نورو ډلو د ځپلو یا مهارولو کې د کابل د ناکامۍ له امله ودرولې.

نور ولولئ: اسلام اباد د پاکستاني وسله‌والو د برید په تړاو د طالبانو سفیر احضار کړی

نور ولولئ: زلمي خلیلزاد د پاکستان او طالباني اړیکې تر وروستۍ اندازې ترینګلي بللي

په وروستیو میاشتو کې پاکستان په کلکه نیوکه کړې، چې ټي‌ټي‌پي د پولې هاخوا ترهګریزو بریدونو لپاره د افغانستان خاوره کاروي.

اسلام اباد اوس په ښکاره د کابل رژیم د پاکستان دښمنانو ته په پناه ورکولو تورن کړی دی.

ټاکل شوې، چې ملا شیرین اخند به د افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي اصف دراني په ګډون له لوړ پوړو پاکستاني چارواکو سره وګوري.

پاکستان له ټي ټي پي سره هېڅ ډول تعامل نه کوي

د سرچینو په وینا، د خبرو اترو لومړنی تمرکز به د ټي‌ټي‌پي په نښه کول وي.

د پاکستان یوه جګپوړي چارواکي د دوشنبې په ورځ اېکسپرېس ټربیون ته ویلي، چې پاکستان سخت دریځ خپل کړی او د دې ترهګرې ډلې سره د تعامل هوډ نه لري.

دغه چارواکي ټینګار وکړ:« زموږ غوښتنه روښانه ده. افغان طالبان باید د پاکستان پر ضد د ټي‌ټي‌پي د بریدونه مخه ونیسي.»

داسې انګېرل کېږي، چې د افغان طالبانو د مشر د جګپوړي مرستیال هدف دا دی چې پاکستان د ستونزې په هواري کې د کابل رژیم د جديت په اړه قانع کړي.

پاکستان کې په دې وروستیو کې پر پاکستاني پوځیانو او نظامي دستګاه بریدونه زیات شوي چې د پاکستان نظامي او سیاسي ادارې یې وارخطا کړي دي.

داسې راپورونه هم ورکړل شوي چې له پاکستانه اکثره پانګه‌وال، سیاسي شخصیتونه، لیکوالان، ژورنالیستان او نور پښې سپکوي او نورو هېوادونو ته ځانونه باسي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button