(ای اې اي اې) ادارې ایران نړیوالو پلټونکو ته اجازت نه ده ورکړې
افغانستان –
د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې (ای اې اي اې) ويلي، ایران نړیوالو پلټونکو ته اجازت نه دی ورکړې چې د بټیو د تولیدی ورکشاپ ته لاسرسی پیدا کړی او مداخلت هم وکړی.
پر ۱۲مه د سېپټېمبر د اټومي انرژۍ له نړیوالې ادارې سره له شوي معاهده سره سم ایران موافقه وکړه چې د خپلو اټومي مرکزونو د څارن کونکو کېمرو دوباره جوړولو لپاره نړیوالو څارونکو ته اجازت ورکړی چې په همدا شان د حساسو مرکزونو ویډیو رېکارډ کولو دپاره عمل دوام ولري.
دا هم ولولئ | عمران خان: نړیواله ټولنه له افغانستان سره کومک کوي
همدې ادارې وویل چې له ۲۰مې تر ۲۲مې د سېپټېمبر پورې ایرانیو پلټونکو ورته د کاراج کمپليکس بغیر د اجازی ورکړی چې د نظارت او څارنې الاتو ته بيا دوباره کتنه وکړي او په “ټولو اړینو ځایونو” کې د معلوماتو ذخيره کولو وسايل او الات تبدیل کړي
د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې نوی تازه خبر پر داسې وخت نشر شوی دی چې د نړیوالو قدرتونو او ایران ترمینځ خبرې چې د اټومي معاهدی دوباره ژوندي کولو په خاطر ترسره کېده خو اوس له ځنډیدو سره مخامخ دي. ډانلډ ټرمپ د امريکا پخواني ولسمشر د ۲۰۱۸ز کال په مې مياشت کې خپل هېواد له اټومي موافقي ویستل او پر تهران یې اقتصادي بندیزونه ولګول