لوبېلوبې خبرونه

ای پي ایل غوره لیګ کې درې افغان لوبغاړي واخیستل شو

د هند ای پي ایل غوره لیګ کې محمد نبي عیسی خېل، مجیب الرحمان ځدراڼ او عظمت الله عمرخېل واخیستل شول

د ۲۰۲۴ کال د هند غوره ليګ يا ای پي اېل بولۍ کې دری افغان لوبغاړي د بېلابېلو لوبډلو له لورې واخيستل شول.

دغه بولۍ چې د متحده عربي اماراتو په دوبۍ کې ترسره شوه د افغانستان محمد نبي عيسی خېل، مجيب الرحمان ځدراڼ او عظمت الله عمرزی په کې وپېرل شول.

د افغانستان ورو توپ اچوونکی مجيب ځدراڼ چې تېر کال کومې لوبډلې نه و اخيستې د سږني ای پي اېل لپاره کلکتې ناېټ رايډرز لوبډلې په ۲۰ ميليونه هندي روپیو چې شاوخوا ۲۴۰ زره امريکايی ډالر کېږي واخيست.

نبي او مجیب کومو لوبډلو اخیستي دي؟

د افغانستان بل ورو توپ اچوونکی او الرونډر محمد نبي د ممبی انډينز لوبډلې په ۱۵ ميليونه هندۍ رپيو (۱۸۰ زره ډالره) وپېره.

د افغانستان ځوان لوبغاړی عظمت الله عمرزی چې په تېر کرېکټ نړيوال جام کې ښه وځلېد او تر ډېره يې د نړيوالو پام ځان ته ورواړه په پنځه ميليونه هندي روپيو د ګوجرات ټايټنز لوبډلې اخيستی.

نور ولولئ: ای پي ايل: په پایلوبه کې د یو او بل پر وړاندې مخکښ ټیمونه

نور لولئ: چنای سوپر کینګز د هند ای. پي. ایل. اتلولي وګټله

له دغو تازه لوبغاړو سره به په سږني ای پي اېل کې اته افغان لوبغاړي د بېلابېلو لوبډلو لپاره سياليۍ کوي.

له وړاندې ګوجرات لوبډلې دوه افغان لوبغاړي راشد خان او نور احمد لکڼوال له ځان سره ساتلي دي. سنرايزر حيدراباد فضل الحق فاروقي، لکهنو سوپر جاينټز نوين الحق او کلکتې لوبډلې رحمان الله ګوربز ساتلی دی.

هغه لوبغاړي چې بولۍ ته یې ته نومونه لیکلي

د ۲۰۲۴ کال ای پي اېل بولۍ يا مزايدې ته له افغانستانه ابراهيم ځدراڼ، نجيب الله ځدراڼ، قيس احمد، فريد احمد، اظهار الحق او وقار سيلمان خېل هم خپل نومونه ليکلي وو چې په لومړۍ پړاو کې کومې لوبډلې ونه پېرل.

افغان لوبغاړو هغه وخت خپله وړتیا ثابته کړه چې د ۲۰۲۳ کال په پنځوس اوریز نړیوال جام کې یې د انګلستان او پاکستان په شمول څلور لوبډلې ماتې کړې. کله چې دوی دغه لوبډلې ماتې کړې، نو د نړیوالو کرکټ پوهانو، لوبغاړو او د ای پي ایل لوبډلو سپنسرانو پام یې ځان ته جلب کړ.

افغان لوبغاړو تېر کال هم په ای پي ایل کې ښه لوبې وکړې او د ۲۰۲۴ کال په ای پي ایل کې به هم خپلې وړتیاوې لا په ښه ډول نندارې ته وړاندې کړي، خو راتلونکي بولۍ کې به معلومه شي چې زموږ نور کوم لوبغاړي اخیستل کېږي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button