کورني خبرونه

اېم ای -۶ مشر ویلی پر کابل د طالبانو د واکمنې استخباراتي ناکامي نه وه خو حیرانتیا ده

 افغانستان  افغانستان

د اېم ای-۶ مشر ویلی  چی د بریتانیا د بهرنیو استخباراتو ادارې   اېم ای -۶  مشر ریچرډ مور ویلی  چی پر افغان مرکز کابل  د طالبانو د واکمن کیدو  لامل استخباراتي ناکامي نه وه  خو په کومه بیړه  چې دا ډله پر افغانستان واکمنه شوه د ټولو لپاره حیرانوونکې وه.

ښاغلی  په لومړی ځل ژوندۍ بڼه  سره یوه ځانګړې مرکه کې پر افغانستان د طالبانو واکمن کیدو  په ګډون  د نورو موضوعاتو په اړه هم خبری کړی. رېچرډ مور ومنله چې تېر دوبی په افغانستان کې د طالبانو پرمختګونو په اړه  ارزونې تر ډېره پوری ناسمې وې خو هغه دعوی  یې رد کړې اګر چی  کابل د استخباراتو ناکامۍ له امله د طالبانو لاس ته وغورځیده. نوموړی  زیاته کړه رښتیا خو دا دي چې که مونږ  د طالبانو د مشرتابه شورا په ګډون ټول غړي هم د جاسوسانو په ډول ګومارلی  وای بیا به هم دومره ژر به مو د کابل سقوط وړاندوینه نه وای شوې

دا هم ولولئ | طالب چارواکي په کابل کې د متحده عربي اماراتو د سفارت د بیا پرانیستلو خبر ورکړی.

  ځکه پخپله طالبانو هم داسې اټکل نه کاوه. د بریتانیا د بهرنیو استخباراتو مشر زیاتوي  دوی  اندېښمن دی چې د سخت دریځو ډلو لپاره به د طالبانو بریالیتوب  د موخه  لوړېدو  لامل شي  او همدا رنګه  په بیجنګ، تهران او مسکو کې ناست واکمنان به هم افغانستان کې د لویدیځو هېوادونو پر ناکامۍ خوشحاله وي. یادونی وړ ده و‌ چې دا لومړی ځل دی چې د  اېم ای-۶  یو برحاله مشر د خپلې څېرې او غږ په ښودلو سره د رسنیو کی  را څرګندېږي او پر زیاتو  موضوعاتو خبرې کوي.

یادونی وړ ده  چې افغان طالبانو تېره اګست میاشت کې پر کابل  په داسې مهال  کې قبضه وکړه چې لا هم یو شمېر امریکایي او نور بهرني پوځیان په افغانستان کې موجود وو. له دې وړاندې د امریکایي پوځ چارواکو  هم منلې وه چې د کابل سقوط او د طالبانو بیا واکمن کیدل  د امریکا لپاره یوه ستراتیژیکه ناکامي  وه.

امریکا د اګست پر وروستۍ نېټه خپل وروستي پوځیان هم له افغانستان څخه  ویستل او اعلان یې وکړ چې له دې  څخه  وروسته به قطر کې له خپلې پوځي اډې  نه  افغانستان کې امنیتي وضعیت څارنه او  استخباراتي څار به کوي. د کابل سقوط استخباراتي ‌ناکامي نه وه خو طمع نه کېده چې طالبان به دومره ژر واک ونیسي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button