کورني خبرونه

کابل کی د پاسپورټونه ویش موقتی بند او نورو ولایتو کی روان دی

 کابل کابل

کابل کې د پاسپورټ وېش په موقتي ډول بند شو ی چی په نورو  ولايتونو کې دوام لري. افغانستان کې د پاسپورټ ریاست اعلان کړی چې د یو لړ تخنیکي ستونزو له امله سر له نن څخه پدی  مرکز کې د دې ریاست فعالیت پای ته رسېږي خو په نورو  ولایتونو کې به د دې ریاست څانګې فعالې وي.

د طالبانو په حکومت کې د کورنیو چارو وزارت د پاسپورټ مشر علم حقانی په یوه ویډیو کې په کابل کې د پاسپورټ د ویش لړۍ د ځنډولو اعلان وکړ. هغه د خنډ لامل تخنیکي ستونزه وبله  ښاغلی  دعوه  کړی چې پاسپورټ ریاست کي ماشینونه له وخته تېر دي. نوموړي وويل د خلکو غوښتنليکونه  خورا زيات  رارسیدلی  وو کله چې ماشينونه زيات وکارول شي کار پرېږدي. د دې لپاره چې خپل کارکوونکي  زياتیدو سره  او ماشينونه هم پوره کړو تر هغې مهال  پورې د پاسپورت رياست خپل کار ته دمه  ورکوي.

همدی  پيغام کې ویلي چې دې ریاست ته هره ورځ له ۱۵ زرو  څخه تر ۲۰ زره وګړی مراجعه کوي خو دوی کولی شي یواځی له درې زرو څخه  تر درې نیم زرو وګړو  ته پاسپورټ ورکړی . دا اعلان یوه ورځ  څخه وروسته له هغه کېږي چې د پاسپورټ ریاست په څو نورو ولایتونو کې د پاسپورټ د ویش د پیل اعلان وکړ. علم ګل حقاني وايي چې دا ستونزه به په څو ورځو کې ژر تر ژره حل  شي. پر کابل د طالبانو له واکمنی څخه  وروسته لوی شمېر وګړی هڅه کوي چې له افغانستان څخه  بهر ته ولاړ شي.

دا هم ولولئ | برتانیه پوځ تورن شوی افغان زندانیان وژلی

بې کاري، امنیتي ستونزې او نور د دې لامل شوي چې وګړی بهر ته د تلو کوښښ کوي په همدې سره ښايي دتیر  وخت پر تله  خورا زیات وګړو پاسپورټ ریاست ته د مراجعه کوونکو شمېر لوړ وي. د طالبانو په اداره کې د پاسپورټ ریاست د فعالیدو له پيل څخه  په رسنیو کې د دې ستونزې یادونه نه وه شوې.

 او د ډېرو لپاره دا اعلان یو ناڅاپي دی طالب چارواکو هم وګړی  ته اطمنان ورکړی  چې کارونه به یې پرخپل   وخت ترسره کړی او افغانانو ته د پاسپورټ اسانتیاوی برابار وی  او ستونزی حلولو  لپاره هڅه کوی.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button