نړیوال خبرونه

اېم ټي اېن:افغانستان کې د فعالیت بندولو په اړه کومه پرېکړه نده شوې

اېم ټي اېن:افغانستان کې د فعالیت بندولو په اړه کومه پرېکړه نده شوې د اېم ټي اېن افغانستان مخابراتي کمپنۍ هغه اوازې رد کړې، چې ګوا کې دوى افغانستان کې خپل فعالیت او خدمات بندوي، دوى زیاتوي چې په دغهاړه هيڅ کومه فیصله نده شوې،

دغه شرکت د افغانستان مخابراتي شرکت اجراييوي رييس عباد رضا دا خبرې پرون د اترا ادارې له مشرانو سره په يوه ويډيويي کنفرانس کې وکړه، د (اترا) ادارې په يوه خبرپاڼه کې ويلي دي، چې د اېم ټي اين شرکت څخه له افغانستان د احتمالي وتون د مطبوعاتي راپورونو په هکله يې وضاحت غوښتى دى.او ویلي دي چې په دېوروستیو کې دا خبرې شوې وې چې ګواکې دوي خپل خدمات په افغانستان کې بندوي،خو دوي وايي چې دا خقیقت نه لري

یاده ناسته کې عباد رضا د اترا رهبرۍ ته ډاډ ورکړ، چې له افغانستان څخه وتل د دوى په لومړيتوب کې نه دي او نه هم دوى په دې اړه کومه نهايي پرېکړه کړې ده.دوي وايي دا صرف اوازو پورې محدود دۍ دويي په دې اړه دوي ته د مرکز لخو کومه رسمي اطلاع هم نده شوې دوي زیاتوي چې د فعلن لپاره فعالیت ته دوام ورکوي او په خرماتو کې به ېې هیڅ کوم ځنډ نه وي،

د دغه شرکت اجراييوي رييس همدا راز وويل، چې په مطبوعاتو کې له منځني ختيځ نه د اېم ټي اېن د احتمالي وتلو په هکله خپور شوى خبر د سيمې لپاره د منځمهالې ستراتيژۍ (٥ کلونو لپاره) په چوکاټ کې وړاندې شوى نظر دى چې په سر کې يې د سوريې هېواد دى، خو د افغانستان اړوند داسې کومه نهايي پرېکړه نه ده شوې.چې کله به دوي افغانستان کې خپل فعالیتونه بندوي،

د ابم ټي این خبر پاڼه کې زياته شوې ده، چې عباد رضا وويل، اوس وخت کې يوازې د سوريې په هکله خبره کړې ده، هغه هم د ياد هېواد د حکومت په غوښتنه، له ټېلي انويسټ سره چې دغه هېواد کې ورسره د ٢٥% اسهامو لرونکى دى او د ايران په هکله چې د تعزيراتو له کبله يې هلته کار کول سخت شوي دي، په لوړه کچه مذاکرات شروع دي،

د دغه شرکت افغانستان اجراييه رييس همدا راز زیاته کړه ، چې که د افغانستان په اړه يې احياناً کومه پرېکړه کوله، ټولې چارې به مسوولانه مخ ته وړي او د اترا ادارې قوانينو او طرز العملونو ته به ژمن وي.دوي وايي چې بیا به ټول خواوې او دولت په رسمي ډول خبریږي او خبره به په رسمي بڼه خلکو ته رسل کیږي،

ایم ټي این یو پیاوړي شرکت دۍ دغه شرکت افغانانو ته ښه خدمات وړاندې کوي دغه اداره په افغانستان قوي کیفیت کې انټرنېټ هم وړاندې کوي او مختلف انټرنيټي کڅوړې هم وړاندې کوي او انټرنېټ ېې په لرې اوګدو سيمو کې هم کارکوي که څه هم بیه ېې لګ د نورو په پرتله ډېره ده خو بیا کیفیت ېې هم د نورو شرکتونو په پرتله ښه دۍ، اوسمهال باید دولت د غه ششرکت لا نور هم تشویق کړي چې افغانستان کې خپلو فعالیتونو ته ادامه ورکړي او خپل خرمات او کیفیت نور هم پیاوړۍ کړي،

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button