لوبې

بابر اعظم: له پاکستانه به داسې لوبډله جوړوم چې نړۍ به یې یاده ساتي

د پاکستان کرکټ لوبډلې لوبډلمشر بابر اعظم وايي، کله چې زه لوبډلمشر شوم نو په دا هیله راسره مله شوه او هدف مې دا و، چې پاکستان ته داسې لوبډله جوړ کړم چې ټولې یاد ولري.

بابر اعظم وایي، لوبډلمشري کول که څه هم لوبډلمشري یوه لویه ننګونه ده خو ویاړ هم دی او کله چې لوبډلمشر شوم نو له ځان سره مې وویل کله چې لوبډلمشري پرېږدم نو یو یادګار به پاتې شي.

هغه وایي، زه غواړم څلور يا پنځه لوبغاړي د ټولو لپاره رول ماډل کړم، یعنې نور ورنه الهان واخلي او زه بايد دوی ته په دوامداره توګه یو څه ورکړم ترڅو دوی بريالي شي او دا هغه څه دي چې زه یې اوسمهال کوم.

نور یی ولوله | د هند سفارت د پرانیستو په صورت کې د امنیت د تامین لپاره د ا.ا ډاډ

هغه زیاته کړه چې موږ ټول لوبغاړي یو له بل سره تړلي یو، موږ د یو بل په بریا خوشحاله یو، هرڅوک فعال او متحرک دی او زه غواړم چې د پاکستان لوبډله تعقیب شي چې نړۍ یې ستاینه وکړي.

نوموړی دا هم زه چې اوس اول نمبر توپ وهونکی یم نه غواړم چې خوند ترې واخلم بلکې نوره هڅه به هم کوم ترڅو سل سلنه کارکردګي له ځانه وښیم.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button