اقتصاد او سوداګريژوند، ټولنه او کلتور – د افغانستان ټولنیزې پیښې، کورنۍ او دودونه

بانوان زرنج؛ په نیمروز کې ۸۰۰ ښځې روزل شوې او ۱۳۰ ته د کار زمینه برابره شوې

بانوان زرنج په نیمروز کې د ښځو د لاسي صنایعو تولیدي مرکز دی چې تر اوسه یې ۸۰۰ ښځې او نجونې روزلې، ۱۳۰ ته یې کار برابر کړی او تولیدات یې بهرنیو بازارونو ته رسېږي.

د نیمروز ولایت په مرکز زرنج ښار کې د ښځو د لاسي صنایعو یوې کارخونې په تېرو درېیو کلونو کې خپل فعالیتونه پراخ کړي او سلګونو ښځو ته یې د مسلکي زده‌کړو او کار فرصتونه برابر کړي دي.

د بانوان زرنج په نوم دغه تولیدي مرکز، چې فعالیت یې له پنځو خیاطۍ ماشینونو او پنځو کارکوونکو پیل شوی و، اوس د جامو ګنډلو، غالۍ اوبدلو او نورو لاسي صنایعو په برخو کې فعالیت کوي.

د کارخونې مسووله سهیلا علیزهي وايي، تر اوسه یې ۸۰۰ ښځو او نجونو ته وړیا مسلکي روزنه ورکړې او ۱۳۰ ښځو ته یې د کار زمینه برابره کړې ده.

د هغې په وینا، ځینو روزل شويو نجونو خپل شخصي کارځایونه جوړ کړي او ځینې نورې په بېلابېلو تولیدي مرکزونو کې پر کار بوختې شوې دي.

بانوان زرنج؛ له پنځو ماشینونو تر پراخ تولیدي مرکز

سهیلا علیزهي وايي، درې کاله وړاندې یې کارخونه له محدودو امکاناتو سره جوړه کړه، خو د وخت په تېرېدو یې د تولید او روزنې برخې پراخې شوې.

اوس په دغه مرکز کې افغاني ګنډ، لاسي غالۍ، په مرۍ ګنډل شوي کالي، ټیکري، بلوچي زیګپدان او نور دودیز لاسي صنایع تولیدېږي.

د بانوان زرنج د مسوولې په خبره، اوس مهال ۶۰ ښځې د کارخونې دننه او ۷۰ نورې له خپلو کورونو کار کوي.

هغه ښځې چې په کورونو کې فعالیت کوي، تر ډېره د بلوچي جامو او دودیزو لاسي صنایعو په ګنډلو بوختې دي.

علیزهي زیاتوي چې دا مهال ۲۰۰ نجونې د مرکز په بېلابېلو برخو کې مسلکي زده‌کړې کوي.

د هغې د معلوماتو له مخې، د کارخونې شاوخوا ۲۵ کارکوونکې او ۵۰ زده‌کوونکې هغه ښځې او نجونې دي چې له کډوالۍ هېواد ته راستنې شوې دي.

نوموړې وايي، هڅه کوي کونډو، بې‌وزلو، د کورنیو سرپرستو او راستنو شويو کډوالو ښځو ته د عاید ترلاسه کولو فرصتونه برابر کړي.

Soheila Alizehi 9
بانوان زرنج؛ په نیمروز کې ۸۰۰ ښځې روزل شوې او ۱۳۰ ته د کار زمینه برابره شوې

د بانوان زرنج تولیدات اروپايي بازارونو ته هم رسېږي

د کارخونې مسووله وايي، د تولیداتو لپاره یې له نیمروز، نورو ولایتونو او بهرنیو هېوادونو څخه فرمایشونه ترلاسه کېږي.

د هغې په وینا، د دغه مرکز ځینې تولیدات، په ځانګړي ډول لاسي غالۍ او افغاني ګنډ لرونکي کالي، اروپايي بازارونو ته هم لېږل کېږي.

علیزهي وايي، پخوا یې د لسو غالیو د فرمایش منلو وړتیا هم نه درلوده، خو اوس کولای شي په میاشت کې شاوخوا ۸۰ غالۍ تولید کړي.

د جامو د تولید ظرفیت هم لوړ شوی دی. د هغې په خبره، پخوا به په ورځ کې یوازې دوه جوړې جامې ګنډل کېدې، خو اوس کله ناکله ورځنی تولید ۵۰ جوړو ته رسېږي.

دغه مرکز د ښوونځیو د یونیفورمونو او د یتیم‌خونو د ماشومانو د جامو د ګنډلو فرمایشونه هم ترلاسه کوي.

د ښځو په ژوند کې اقتصادي بدلون

نسیمه، چې په دې کارخونه کې د خیاطۍ ښوونکې ده، وايي د مسلکي روزنې له ترلاسه کولو وروسته یې د کار زمینه برابره شوه.

هغه د څلورو ماشومانو سرپرسته ده او وايي، له کارخونې هره میاشت اووه زره افغانۍ معاش اخلي.

Soheila Alizehi
بانوان زرنج؛ په نیمروز کې ۸۰۰ ښځې روزل شوې او ۱۳۰ ته د کار زمینه برابره شوې

نسیمه زیاتوي چې په کور کې د خیاطۍ له لارې هم شاوخوا څلور زره افغانۍ میاشتنی عاید لري.

د غالۍ اوبدلو ښوونکې مریم تاجک هم وايي، په دې مرکز کې هره میاشت اته زره افغانۍ معاش ترلاسه کوي او په کور کې د غالیو په اوبدلو اضافي عاید لري.

مریم وايي، د کار له پیل مخکې یې اقتصادي وضعیت خراب و او ماشومان یې د کورنۍ د لګښتونو د پوره کولو لپاره د زړو توکو راټولولو ته اړ وو.

د هغې په خبره، اوس یې د خپل عاید په مرسته ماشومان ښوونځي ته شامل کړي دي.

د فعالیتونو پراختیا او شته ستونزې

د بانوان زرنج مسووله وايي، د خامو موادو د بیو لوړېدل او د پولو د تړل کېدو ستونزې کله ناکله د تولید پر لګښتونو اغېز کوي.

علیزهي دغه ستونزې د ایران له وضعیت او د سرحدي تګ راتګ له محدودیتونو سره تړي.

هغې ویلي، غواړي د نیمروز په ولسوالیو او د راستنو شويو کډوالو په مېشت‌ځایونو کې درې نور روزنیز او تولیدي مرکزونه جوړ کړي.

Soheila Alizehi 8
بانوان زرنج؛ په نیمروز کې ۸۰۰ ښځې روزل شوې او ۱۳۰ ته د کار زمینه برابره شوې

خو د دې پلان عملي کول د مالي ملاتړ، خیاطۍ وسایلو، د غالۍ اوبدلو ماشینونو او مناسبو ودانیو برابرولو ته اړتیا لري.

بانوان زرنج د هغو کوچنیو تولیدي نوښتونو یوه بېلګه ده چې د مسلکي زده‌کړو او کار له لارې د ښځو د اقتصادي ګډون فرصتونه پراخولای شي.

د کارخونې مسووله هیله لري چې د فعالیتونو په پراخېدو سره به لا ډېرو اړمنو ښځو ته د روزنې او عاید زمینه برابره شي.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button