نړیوال خبرونه

بایډن: طالبانو د بند نه د ازاد شوي امریکايي به خپلې کورنی ته وسپاري

د امریکې صدر جوبایډن وویل د افغانستان طالبانو د بند نه د ازاد شوي امریکايي کورنۍ ته يې د هغه د ازادۍ ښه خبر ورکړو. د ګل، دوشنبې، په ورځ امریکې او طالبانو د یو بل یو یو قیدي ازاد کړو. طالبانو امریکايي شهري مارک فرېرېکس او امریکې د طالبانو یو مشر بشر نورزی ازاد کړو. د اېسوسي اېټېډپرېس خبري ادارې ترمخه، دواړو خواو د ګل، دوشنبې، په ورځ په کابل هوايي اډه د قیدیانو تبادله وکړه.

ولسمشر جوبایډن

جوبایډن په یو بیان کې وویل چې د فرېرېکس د کورنۍ سره يې خبرې وکړې او ورته يې د هغه د ازادۍ زېری ورکړو.
صدر بایډن وویل د فرېرېکس کورنۍ ته يې ویل چې هغه د ۳۱ میاشتو د بند وروسته د افغانستان نه کور ته په لاره دی.
۶۰ کلن فرېرېکس طالبانو په کابل کې نیولی و. ۶۰ کلن فرېرېکس طالبانو په کابل کې نیولی و. صدر بایډن وویل د امریکې د حکومت چارواکو او د ا تحادي ملکونو حکومتونو شکریه ادا کوي چې د فرېرېکس په ازادۍ کې يې مرسته کړې ده. هغه وویل فرېرېکس د ازادۍ دپاره په مذاکراتو کې ګرانې فېصلې کېدل وو چې هغه کړي دي.

د طالبانو بند 

نور زی په کال ۲۰۰۵ کې د امریکې په نیویارک ښار کې نیول شوی و او وروسته امریکې ته د نشۍ توکیو د قاچاق په الزام د قېد سزا ورکړی شوه. د نورزي وکیل په قاچاق کې د نورزي د ککړتیا خبره رد کړي ده. د طالبانو موقتي خارجه وزیر امیر خان متقي وویل طالبانو امریکايي شهري مارک فرېرېکس ازاد کړو. د امریکې د سمندري پوځ دغه پخوانی عسکر چې د غیر پوځي کانټرېکټر په حېث یې کار کولو په ۲۰۲۰ کې طالبانو په افغانستان کې نیولی و.

نور یی ولوله | هېواد کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو د تړل کېدو یو کال بشپړ شو

نور یی ولوله | ماليې وزارت : د افغانستان لاس د بې اسنادو موټرو د ثبت او محصول بهیر پيل شو

د امریکې نیویارکر مجلې د سږ کال په شروع کې د فرېرېکس یو وډیو خپورکړی و چې هغه پکې د ازادۍ او د خپلې کورنۍ سره د یو ځای کېدلو غوښتنه کوله. نور زی په کال ۲۰۰۵ کې د امریکې په نیویارک ښار کې نیول شوی و او وروسته امریکې ته د نشۍ توکیو د قاچاق په الزام د قېد سزا ورکړی شوه. د ای پي ترمخه نورزي په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د امریکې په بند کې يې ولس کاله او شپږ میاشتې تېرې کړې. ای پي وايي نورزی د نشۍ توکو د یو لوی قاچاق بر په حېث هم پېژندل کېږي.

افغان طالبان

ای پي وايي د ځینو طالب چارواکو وېنا وه چې نورزی د امریکې په ګوانټانامو بی زندان کې بندي و خو د دې خبرې تصدیق نه شو کېدلی. متقي د نورزي ترڅنګ په کابل کې خبري غونډې ته وېنا وکړه او ای پي وايي هغه د قیدیانو د تبادلې هرکلی وکړو او دا يې د امریکي سره په تعلقاتو کې د نوي دور شروعات وبلل.

د ای پي ترمخه متقي وویل دا د افغانستان او امریکې ترمنځ نوی باب کېدلی شی، دا د دواړو ملکونو ترمنځ خبرو دپاره نوي دروازه خلاصولی شي. مقتي وویل د قیدیاتو تبادله دا خبره هم څرګندوي چې د خبرو دلارې ټولې مسلې حل کېدلی شي. هغه وویل د دواړو خواو ډلو شکریه ادا کوي چې د قیدیانو د تبادلې دپاره يې زیار کړی دی. ای پي وايي تېر کال په کابل د بیا واک ترلاسه کولو راهسې طالبانو د فرېرېکس په بدل کې د نورزي د ازادۍ غوښتنه کوله خو واشنګټن په څرګنده ډول په دې اړه څه نه وېل.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button