نړیوال خبرونه

بایډن: فکر نه کوم موږ خپل عسکر تر می میاشت پورې اوباسو

بایډن: فکر نه کوم موږ خپل عسکر تر می میاشت پورې اوباسو.دامریکا نوی ټاکل شوی ولسمشر جوبایډن وايي، له افغانستانه د امریکايي عسکرو راویستل یقیني دي؛ خو د مئ په اوله نیټه کیدای شي ستونزمن وي.

جوبایډن چې د ولسمشر په توګه له ټاکل کېدو وروسته په وايټ هاوس کې خپله لومړنۍ وینا کوله وویل:دا پوښتنه باید څوک ونه کړي چې مونږ له افغانستانه وزو او کنه، بلکې دا پوښتنه باید شي چې څه وخت راووزو.د قطر تړون مطابق د مئ میاشتې تر لومړۍ نیټې له افغانستانه د ټولو امریکايي عسکرو د ایستلو په هکله نوموړي دا کار له تخنیکي پلوه ستونزمن بللی خو زیاته کړې یې ده چې امریکا په دې اړه له خپلو متحدینو سره په سلا مشوره کوي.

ښاغلي بایډن ټینګار کړی چې له افغانستانه د ټولو امریکايي عسکرو راوتل به یو کال نه زیاته موده ونه نیسي، بلکې د روان کال ترپایه ټول امریکايي عسکر خپل هېواد ته راشي د یو ژورنالست ددې پوښتنې په ځواب کې چې آیا په ۲۰۲۲ م کال کې به امریکايي عسکر په افغانستان کې پاتې وي، نوموړي ویلي زه نه شم کولای که دغه حالت وي.

د جنوري په شلمه د امریکا د جمهور ریس په توګه له ټاکل کېدو وروسته وايټ هاوس کې د بایډن دا لومړی رسنیز کانفرانس دی او تمه څرګندیږي چې نوموړی به د افغانستان د مسئلې ترڅنګ د شمالي کوریا، مکسیکو سره د پولې، کرونا وبا او نورو موضوعاتو باندې خبرې وکړي.

img 20210326 081310

دا په داسې وخت کې ده چې طالبانو خبرداری ورکړی، که امریکايي عسکر د مئ میاشتې له لومړۍ نیټې وروسته هم افغانستان کې پاتې شي، د طالبانو له کلک غبرګون سره به مخ شي.خو شنونکي هم په دې باور دي چې امریکا نشي می میاشت پورې خپل سر تیري د افغانستان نه اوباسي.

عالم زيب

دعالم زیب د افغانستان یو مشهور سوداګر او عامه شخصیت دی. هغه د نړیوالو سیاسي چارو په اړه د خپلو نظریاتو، د هغه د خیریه فعالیتونو، او د سولې د ودې لپاره د هغه د هڅو لپاره مشهور دی.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button