نړۍ خبرونه
رجحان

بایډن له نتنیاهو سره تلېفوني خبرو کې؛ په غزه کې اوربند ته اړتیا ده

جوبایډن له نتنیاهو سره په تیلیفوني خبرو کې له نوموړي غوښتي چې غزه کې اوربند ته غاړه کېږي

د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن د اسرائیل له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره په تلېفوني خبرو کې یو ځل بیا هر څه ژر غزه کې د اوربند او د یرغمل شویو کسانو د خوشې کېدو هوکړې پر اړتیا ټینګار کړی دی.

د سپېنې ماڼۍ د رپوټ له مخې دواړو مشرانو همدا راز د هغه څه پر وړاندې چې دوی د ایران او د دغه هېواد د “ترهګرو” نیابتي‌ ډلو ګواښونه بللي، د اسرائیل دفاع کې د امریکا پر ملاتړ خبرې کړې دي.‌

د اسرائیلو او لبنان تر منځ درنې ډزې

بایډن,نتنیاهو,غزه,په غزه کې اوربند ته اړتیا

د امریکا ولسمشر داسې مهال د اسرائیل له لومړي وزیر سره غزه کې د اوربند پر اړتیا غږېدلی، چې همدا تېره ورځ په دې تراړه کې د اسرائیلي ځواکونو په هوايي بریدونو کې د لږترلږه ۵۰ کسانو د وژل کېدو او ترڅنګ یې د اسرائیلي ځواکونو او د لبنان حزب‌الله ملېشې ترمنځ د درنو ډزو د تبادلې رپوټونه خپاره شول.

د اسرائیل پوځ تېره ورځ اعلان وکړ چې د فلسطین د فتح غورځنګ یو جګپوړی چارواکی ‘خلیل المقدح’ یې د لبنان سویل کې پر یوه موټر په هوايي برید کې په نښه کړی دی.

نور ولولئ: طالبان: په غزه کې د اسراییلو جنګ وحشت او دوی جنګي مجرمین دي

نور ولولئ: د طالبانو رئیس الوزرا په غزه کې د اسرایلو وحشتونه غندلي

دوی ادعا کوي چې المقدح د فتح ګوند د پوځي څانګې د قومندانانو له ډلې و، د ایران سپاه پاسداران ته یې کار کاوه او اشغال شوې لوېدیزې غاړې ته به یې سولې او پیسې قاچاق کولې.

دا د تېر کال د اکتوبر اومه غزه کې د حماس پر وړاندې د جګړې له پیل راهیسې لومړی ځل شو چې اسرائیلي ځواکونه د فلسطین د فتح غورځنګ پر یوه غړي برید کوي.‌

د پراخې سیمه ییزې جګړې ویره

بایډن,نتنیاهو,غزه,په غزه کې اوربند ته اړتیا

د دغه غورځنګ د مرکزي کمېټې غړي توفیق طیراوي له دې پېښې وروسته اسرائیل تورن کړي چې د یوې پراخې “سیمه ییزې جګړې د اور بلولو هڅه” کوي.‌

هغه د فرانسې خبري اژانس ته ویلي “د فتح د یوه چارواکي ترور د دې موضوع د زبادېدو بل دلیل دی، چې اسرائیل غواړي په سیمه کې یوه تمام عیاره جګړه پیل کړي.”

د لبناني رسنیو رپوټونو کې ویل شوي چې په دغه برید کې پر خلیل المقدح سربېره دوه نور کسان هم وژل شوي چې یو یې د سپاه پاسداران د بهرنۍ څانګې “قدس ځواک” غړی و.

اباسين

اباسين یو تفریحي خبریال دی چې د نړۍ وروستي خبرونو پوښلو سره مینه لري

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button