Uncategorized

جو بایډن: امریکا د هغو مسلمانانو تر څنګ ولاړه ده چې له ظلم سره مخ دي

ولسمشر جوبایډن او لومړۍ میرمنې جیل بایډن د چهار شنبې په ورځ د مارچ ۲۲مه (د وري دویمه) د روژې د مبارکې میاشتې د رارسیدو په مناسبت په امریکا او نړۍ کې مسلمانانو ته د نېکمرغیو غوښتنه وکړه

ښاغلي بایډن د سپینې ماڼۍ په اعلامیه کې ویلي چې امریکا په دې سپيڅلې موده کې د مسلمانانو له هغو ټولنو سره په ملاتړ ټینګار کوي چې له ستونزو او ویجاړیو ځوریږي.

ښاغلي بایډن زیاته کړې چې امریکا به د ترکیې او سوریې له اوسیدونکو سره چې د زلزلې له امله یې خپل عزیزان له لاسه ورکړي او د پاکستان له اوسیدونکو سره چې د سیلابونو له امله زیانمن شوي او اوس خپل کورونه رغوي پیوستون ته دوام ورکړي.

د متحدو ایالتونو ولسمشر څرګنده کړه، امریکا او متحدین یې د چین د ایغورانو، د برما د روهینګیایانو او په نړۍ کې د مسلمانانو له نورو ټولنو سره چې له ازار، اذیت او ظلم سره مخ دي ملاتړ ته دوام ورکړي.

ښاغلي بایډن زیاته کړې، د روژې په مبارکه میاشت کې په ټوله امریکا کې مسلمانو ټولنو ته چې د یاد هیواد د رامنځته کیدو له وخته د تاریخ جز دي درناوی کوي.

دا هم ولولئ:  په روان ۲۰۲۳ ميلادي کال کې فنلنډ هېواد د ناټو غړی شو

بایډن وویل، له ساینس او ټکنالوژي څخه نیولې بیا تر هنر او علم، له قانون څخه تر طبابت، له تجارت څخه تر حکومتولۍ او تر هغه هاخوا د امریکا مسلمانان د دې هیواد د متنوع ټولنې د تقویت لامل شوي‌ دي.

بلخوا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن هم په یوې اعلامیه کې مسلمانانو ته د سوله ایزې روژې هیله کړې ده

ښاغلي بلینکن زیاته کړې چې اوس د دې وخت دی چې په ټوليز ډول له فقر، ځورونو، نښتو او طبیعي ناورینونو سره د مخ کسانو لاسنیوی وشي.

امریکایي چارواکي په داسې حال کې په نړۍ کې د روژې د مبارکې میاشتې د رارسیدو په مناسبت مبارکي وايي چې د افغانستان په ګډون د پنجشنې ورځ مارچ ۲۳ د روژې د مبارکې میاشتې لومړی ورځ ده.

په دې اعلاميه کې همدا راز د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن ويلي چې د بهرنيو چارو وزارت به د اپریل میاشتې تر نیمایي پورې کانګرس ته له افغانستان څخه د امریکا د وتلو په اړه مالومات ورکړي.

همدا راز د روژې په مناسبت د کاناډا لومړي وزير جيسټن ترېډو هم په خپله ټويټر پاڼه د روژي مبارکي ويلې ده.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button