بدخشان کې د ترافیکو پېښو قربانیان طالبان په ناغیړۍ تورنوي
ددغه پېښو قربانیان وايي، د ترافیکو پېښو پر مهال طالبان ددې توان نه لري چې پر وخت مرسته وکړي
په دې وروستیو ورځو کې په بدخشان کې دوه ترافیکي پېښې شوې دي.
د تېرو دوو اوونیو په لړ کې د دغه ولایت ۱۴ اوسېدونکو له هغې وروسته مړه شول چې موټر یې له سړکه کوکچې سیند ته ولوېدل.
د دغه ولایت اوسېدونکي بیا پر طالبانو د ناغېړۍ تور لګوي او وايي چې تر اوسه له سینده د قربانیانو مړي را ایستل شوي نه دي.
د هغوی په خبره، دا څرګنده تراژیدي چې په چوپه او د طالبانو له ناغېړۍ سره مله ده، د دغې ډلې د مدیریت کمزوري او د خپلو مسوولیتونو د نه درک کولو ښکارندويي کوی چې اوس یې دولتي واک په لاس کې دی.
د کوکچې سیند کې پاتې جسدونه
د دغو دوو ترافیکي پېښو د قربانیانو ځينې خپلوان وايي چې د دغه ولایت کوکچې سیند ته له ۱۴ سپرلیو سره د دوو موټرو له غورځېدو شاوخوا دوه اوونۍ اوړي؛ خو له سینده د هغوی د مړو په را ایستلو کې یې هڅې بېپاېلې وې.
د هغوی په خبره، په بدخشان کې د طالبانو تر کنټرول لاندې پېښو ته د چمتوالې ادارې هڅو هم کوم ځای نیولی نه دی او هغوی په کابل کې د طالبانو له مشرتابه د مرستې غوښتنه کړې ده.
نور ولولئ: ایټالیا؛ ترافیکي پېښه کې ۲۱ سیلانیان مړه شوي دي
نور ولولئ: افغانستان کې، تېرو ۶ میاشتو کې ۱۲ سوه کسان ترافیکي پېښو کې مړه شوي
د سیمې دغه اوسېدونکي په بدخشان کې پر ځايي طالب چارواکو د نه همکارۍ تور لګولی او وايي: «کله چې په هلمند کې یو ماشوم څاه ته ولوېد، ټول پښتانه طالبان یې د ژغورلو لپاره له ټولو امکاناتو سره د سیمې ځای ته لاړل، خو بدخشان ته یې هېڅ پام کړی نه دی.»
د طالبانو ناغیړي او که بې وسي؟
د بدخشان یو بل اوسېدونکی سیداکبیر متوکل چې ځوان زوی یې په ترافیکي پېښه کې له لاسه ورکړی، پر طالبانو غږ کړی، هر څه یې چې په وس وي د زوی د جسد په را ایستلو کې یې ونه سپموي.
ښاغلي متوکل وویل: «دوه اوونۍ کېږي چې په سیند کې پرتو جنازو پسې لټېږو، خو تر اوسه مو یو کس را ایستلی دی او د پنځو نورو په را ایستلو کې پاتې راغلې یو. طالبان هم امکانات نه لري او تر اوسه یې هېڅ امکانات زموږ په واک کې راکړي نه دي. موږ هر سهار د پېښې ځای ته راځو او ماښام بېرته ځو.»
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې ترافیکي پېښې زیاتې شوي او مرګ ژوبله یې هم لوړه شوي ده.